1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: يوه نرسه په ۱۵ کاله بند محکومه شوه

۱۴۰۰ دی ۱, چهارشنبه

دا ۵۲ کلنه ښځه د آلمان د پوستدم ښار د معيوبو کسانو د پالنې په يوه کور کې د څلورو کسانو د وژلو له کبله مجرمه پيژندل شوې ده، هغه يوه کړنه چې څارنوالۍ يو «ډېر بد» عمل بللی دی.

https://p.dw.com/p/44hkL
Postdam-Babelsberg | Vier Tote in Wohnstätte für Behinderte: Trauer um die Opfer
انځور: Maja Hitij/Getty Images

د آلمان يوې سيمه ایزې محکمې د چهار شنبې په ورځ برلين ته څېرمه په پوستدم ښار کې د معيوبو کسانو په يوه استوګنځای کې د څلورو کسانو د وژلو له کبله دغه ښځه په ۱۵ کلونو بند سزا محکومه کړې ده.

په اپريل مياشت کې د دغه استوګنځای په بېلابيلو خونو کې څلور معيوب کسان مړه موندل شوي ول. دغو کسانو ډېر ناوړه ټپونه درلودل.

دا ۵۲ کلنه نرسه د څلورو کسانو د وژلو او نورو دريو کسانو د وژلو د هڅې په قضيو کې مجرمه وپيژندل شوه. دا ښځه چې د انس اندريا آر. په نامه پيژندل کیږي، تر دې وروسته به ټول عمر په داسې يوه پالنځای کې د کار اجازه ونه لري.

«بې کچې تشدد»

د محکمې په حواله تورنې لومړی د دغو کسانو د زندۍ کولو هڅه کړې وه او فکر یې کړی وو چې يو تن مړ شوی دی. دا چې دا کار ورته ډېر سخت ښکاره شوی وو نو له دې هڅې يې لاس اخيستی وو. تر دې وروسته یې بيا څلور نور کسان په يوې ۱۱ سانتي متره چړې وهلي او وژلي ول.

دا ثابته شوې چې اندري آر. د يوه پنځم تن د وژلو هڅه هم کړې وه چې هغه تر يو شمير بيړنيو جراحي عملیات وروسته ژوندی پاتی شو. 

پوليسو ويلي دي چې پر وژل شويو کسانو چې دوې ښځې او دوه نارينه پکې شامل دي او عمرونه یې د ۳۱ او ۵۶ کلونو ترمنځ دي، بې کچې ډېر تشدد شوی دی.

Postdam-Babelsberg | Vier Tote in Wohnstätte für Behinderte
د پوستدم ښار د معيوبو کسانو استوګنځایانځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

د چهارشنبې ورځې دا پريکړه د څارنوالۍ له غوښتنې سره برابره وه. څارنوالې ماريه ستیلر دا وژنې يو «ډېر بد» عمل وباله.

د معيوبو کسانو د «Thusnelda-von-Saldern-Haus» په نوم دې پالنځای کې چې دې ښځې پکې کار کاوه، کابو ۶۵ معيوب کسان اوسيدل او تر ۸۰ ډېر کسان پکې کار کوي. دا استوګنځای د فزيکي او رواني معلوليت لرونکو کسانو په درملنه کې تخصص لري.

د رواني درملنې اړتیا

د محکمې په پریکړه کې راغلي چې اندريا آر. به د رواني ناروغيو په يوه مرکز کې تر نامعلومې مودې پورې مېشته وي. هغه تر دې پېښې سملاسي وروسته نيول شوې وه او د رواني درملنې يوه مرکز ته استول شوې وه.

په اکتوبر میاشت کې د محاکمې د پېل پر وخت هغې ويلي ول چې ماشومتوب یې په يوازيتوب کې تیر شوی او له خپلو خپلوانو سره یې اړيکي ښې نه وې.

د دوو زامنو دې مور تېره اوونۍ د محکمې تر پريکړې وروسته پر خپله کړنه پښېماني څرګنده کړه او ویې ويل چې د دغه قتلونو د ترسره کولو له کبله اوس هم د شوک په حالت کې ده.

هغې محکمې ته وويل: «زه ډېره بخښه غواړم.»

په آلمان کې ورته پېښې

په آلمان کې د دې ډول يو تر ټولو مشهوره قضيه یې د نيلز ايچ. په نوم د يوه نرس د محاکمې وه. نوموړی په ۲۰۱۹م کال کې د هغه تر مراقبت لاندې ۸۵ کسانو د وژنې له کبله په عمري بند محکوم شو.

موندل شوې وه چې نوموړي د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۵م کلونو ترمنځ خپل مريضان په زهرجنو پیچکاريو سره وژلي ول.

تېر کال د مونشن يوې محکمې يوه بله نرسه په انسولين په پيچکاري سره د دريو کسانو د وژنې له کبله په جزا محکمه کړه.

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: