1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان؛ پولیسو د اسرائیل قونسلګرۍ ته نیږدې یو کس ویشتلی

۱۴۰۳ شهریور ۱۵, پنجشنبه

د آلمان په مونشن ښار کې پولیسو پر یوه شکمن کس ډزې کړي چې «ظاهراً یې یوه وسله له ځانه سره لیږدوله.» دغه پیښه د مونشن په مرکز کې د اسرائیل قونسلګرۍ او د نازیانو د مستنداتو موزیم ته څیرمه پیښه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4kJdB
پولیسو او بایرن ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاد کس د پولیسو تر ډزو وروسته ټپي شوی دی.
د آلمان په مونشن ښار کې پولیسو پر یوه شکمن کس ډزې کړي چې «ظاهراً یې یوه وسله له ځانه سره لیږدوله.»انځور: Matthias Schrader/AP Photo/picture alliance

د آلماند بایرن ایالت په مرکز مونشن ښار کې د پنجشنې په ورځ ( ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۵) د اسرائیل قونسلګرۍ او د نازیانو د دورې د مستنداتو موزیم ته څیرمه پر یوه کس چې «ظاهراً یې ګرمه وسله له ځانه سره لیږدوله» ډزې کړي دي. په دغه سیمه کې د پولیسو تر عملیاتو وروسته، د دې ښار پولیسو د اکس شبکې له لارې په یوه خپاره شوي پیغام کې لیکلي: «پولیسو د کارولینن پلاتڅ په سیمه کې پر یوه مشکوک کس ډزې کړي دي او مرمۍ پر هغه لګیدلی ده.»

پولیسو وروسته د نورو جزئیاتو په خپرولو سره ویلي: «د پولیسو افسرانو داسې یو کس ولید چې ښکاریده یوه وسله له ځانه سره لري. افسرانو له خپلې وسلې کار واخیست او دغه کس یې په نخښه او ټپي کړ.»

پر پولیسو د تورن کس له لوري ډزې

تر دې پیښې وروسته، د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یواخیم هرمان، بیا وروسته خبر ورکړ چې په پیښه کې ټپي شوي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هرمان ویلي دي چې دغه کس د کارولینن پلاتڅ په سیمه کې له یوې ګرمې وسلې سره حضور درلود او دا چې ډزې یې کړي دي. هرمان وویل: «نوموړي [تورن کس] پر پولیسو ډزې وکړې او دوی [پولیسو] هم ځوابې ډزې وکړې.»

د بایرن پولیسو ویلي چې بریدګر یو ۱۸ کلن اتریشی دی او دا چې نوموړي پر پولیسو ډزې وکړې.
د پیښې په سیمه کې د اسرائیلو قونسلګري او د نازیانو د دورې د مستنداتو یو موزیم هم موقعیت لري. انځور: Simon Sachseder/dpa/picture alliance

په عین وخت کې پولیسو زیاته کړې ده چې اوس د نورو احتمالي مظنونینو په هکله معلومات په لاس کې نه شته. د پولیسو په وینا د ډزو په تبادله کې پنځه پولیس افسران ښکیل دي او زیاتوي چې شکمن کس د اوږده میل لرونکې وسله له ځانه سره لرله.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې چې دویچه ویله یې تصدیق کوي، لیدل کیږي چې نارینه ځوان کس یوه داسې اوږده وسله له ځانه سره لري چې پخوانۍ ښکاري.

په کارولینن پلاتڅ کې، چیرته چې دغه پیښه رامنځ ته شوې، د اسرائیلقونسلګري او د نازیانو د دورې یو موزیم هم موقعیت لري. د خبري آژانسونو په حواله، پولیسو په دې پیښه کې ښکیل تورن کس یو ۱۸ کلن اتریشی ښوولی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب