1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا آلمان په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر زياتوي؟

۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبه

د آلمان د پارلمان د دفاعي چارو استازې، ايوا هوېګل، په افغانستان کې د آلماني عسکرو د ماموريت په احتمالي تمديد سره د ځواکونو د لا پياوړي کولو تمه لري. د آلمان کابینې تر دې وړاندې افغانستان کې دغه ماموریت تمدید کړی وو.

https://p.dw.com/p/3qa8S
Eva Högl SPD Politikerin
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

ايوا هېګل له دويچلند فونک رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې د پوځي هلو ځلو دغه پياوړتيا هغه «هرومرو» نه غواړي رد کړي. د هغې په خبره «دا به لازمه وي، که زيات وخت په افغانستان کې پاتې کېږو.»

هوېګل زياته کړه چې «نړيوالو وسله والو ځواکونو ته به هم ګواښونه زيات شي او زه له دې سره حساب کوم چې موږ ښايي هم بايد ځانونه پياوړي کړو.»

د آلمان کابينې د فبرورۍ مياشتې په پای کې پرېکړه کړې وه چې اوسنی ماموريت چې د مارچ مياشتې تر پايه پورې دوام کوي، دې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې پورې اوږد شي. خو د آلمان پارلمان بايد اوس په دې هکله وروستۍ پرېکړه وکړي.

دغه ماموريت د ناټو د «قاطع ملاتړ» ماموريت په چوکاټ کې دی. د آلمان اردو د افغانستان په شمال کې له پنځو سيمو څخه د يوې سيمې مسئوليت لري. اوسمهال تقريباْ ۱۱۰۰ آلماني سرتېري په افغانستان کې میشت دي. د آلمان پوځ د متحده آيالاتو تر پوځ وروسته تر ټولو زيات سرتېري په افغانسان کې لري.

Afghanistan Bundeswehr Soldaten
انځور: AFP/Getty Images/J. Eisele

دا چې د ناټو د دغه ماموريت راتلونکی به څه وي، لا معلومه نه ده. د ترمپ حکومت له طالبانو سره د اپريل تر ۳۰مې پورې د نړيوالو ځواکونو د وتلو خبره کړې وه. خو د ولسمشر جو بايدن نوې ادارې په دې هکله خپل دريځ لا څرګند کړی نه دی.

د آلمان د پارلمان د دفاعي چارو استازې، ايوا هوېګل، وويل چې «افغانستان به يو بل هېواد وي، کله چې نړيوال ځواکونه ورڅخه ووځي.» د هغې په خبره سړی بايد دغې نتيجې ته هم ورسيږي چې اصلا ټاکل شوي هدفونه تر لاسه شوي نه دي.

زموږ له آرشیف څخه: