آلمان: د ښی اړخۍ پر لور حرکت پر ضد احتجاج
د شنبې او يکشنبې په ورځو په ټول آلمان کې په سونو زرو کسانو د «ای اف ډي» ګوند او په نورو ګوندونو کې د ښی اړخۍ پر لور حرکت پر ضد احتجاج وکړ. د محافظه پال اتحاد له خوا صدراعظمۍ ته کانديد ميرڅ، سره هم مخالفت څرګند شو.
د اکتوبر فیستيوال د مشهورې ميلې پر ځای احتجاجي غونډه
د مونشن د «تېرېزن ويزه» په ميدان کې چېرې چې د «اکتوبر فيستيوال» په نامه د بېرو مشهوره دودیزه مېله جوړيږي، د شنبې په ورځ ۲۵۰ زره کسان راټول شوي ول. د «مونشن رنګين دی» په نامې ټولنې د «ديموکراسي تاته اړتيا لري!» تر شعار لاندې د غونډې غږ کړی وو.
ووپرتال ښار د ديموکراسۍ او انساني کرامت په پلوۍ
په ووپرتال ښار کې د «ووپرتال یې خنډ جوړيږي» او « Omas gegen rechts » په نامه ټولنې د ووپرتال څانګې د «ديموکراسي او انساني کرامت د معاملې وړ نه دی» تر شعار لاندې د احتجاج غږ کړی و. تر لسو زرو ډېرو کسانو په دې مظاهره کې ګډون کړی وو.
بريمن: په ګډه د «ښي اړخوتوب پر ضد»
د هېواد په څنډه کې، شمالي سمندر ته نږدې په پراته ښار بريمن کې ډېر کسان سړکونو ته را وتلي ول. دلته هم دوو سازمانونو د غونډې غږ کړی وو او کابو ۵۰ نورې ټولنې هم ورسره یوځای شوې وې.
په لېرې پرته سيمه کې د ښي اړخه «آلمان له پاره بديل» ګوند پر ضد احتجاج
د راينلند فالڅ ایالت په کوچني ښارګوټي کوزل کې څو سوه کسان سره راټول شوي ول څو د «آلمان له پاره بديل» ګوند پر ضد خپل احتجاج څرګند کړي. دلته د ياد ګوند مشره او د دغه ګوند له خوا صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندیده اليس واېدل، د ټاکنيزې مبارزې په ترڅ کې راڅرګنديدله چې خلکو یې پر ضد احتجاج وکړ.
په لايپڅيګ کې د احتجاج پر وخت اخ و ډب
د زاکسن ایالت په ستر ښار لايپڅيګ کې کابو ۱۰۰۰ کسان د «ای اف ډي» ګوند د ګډ مشر تينو کروپالا، پر ضد راټول شوي ول چې د زاکسن ايالت سره تړاو لري دلته د ټاکنیزې مبارزې په ترڅ کې راڅرګندیده. د پوليسو د معلوماتو په حواله يو ډله احتجاج کوونکو هڅه کوله چې د غونډې ځای ته غځيدلې لاره وتړي او پوليسو د زور په کارولو سره هغوی له دې کاره منع کړل.
پر فرېدرش میرڅ انتقادونه
د «ای اف ډي» ګوند ترڅنګ د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو د صدراعمظۍ کانديد فرېدرش مېرڅ، هم له انتقاد سره مخامخ شو. له هغه راهېسې چې «ای اف ډي» ګوند په پارلمان کې د مسيحي اتحاد د مهاجرت د کلکو قوانينو يوې طرحې په اړه رایه اچوونې کې د يادي طرحې ملاتړ کړی دی، پر نوموړي نیوکې کيږي چې د ډېر ښي اړخي ګوند سره همکاري کوي. خو ميرڅ، له دغه ګوند سره حقیقي همکاري ردوي.
د منځنيو ګوندونو د سیاست په اړه هم «مايوسي»
د شنبې او يکشنبې د ورځو احتجاجونه که څه هم چې تر ډېره د ای اف ډي قسماً ښي اړخه ګوند ته متوجې ول خو په اصطلاح د «دیموکراتيک منځ» ګوندونه هم د انتقاد هدف وګرځېدل. ډېر شنونکي او احتجاج کوونکي هم د مسحي ديموکرات او مسيحي سوسيال ګوندونو ترڅنګ ليبرال ګوند، سوسيال ديموکرات ګوند او زرغون ګوند د دغه ډېر ښي اړخه ګوند د قوي کيدو له پاره ګرم ګڼي.