1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

په آلمان کې تر کرونا وروسته د جرمونو کچه لوړه شوې ده

۱۴۰۲ فروردین ۷, دوشنبه

په آلمان کې د کرونا ویروس له خپریدو وروسته د جرمونو کچه یو ځل بیا لوړه شوې ده. ویل کیږي چې تیر کال په ټول آلمان کې تر پنځه نیم میلیونو ډیرې د جرمونو پیښې ثبت شوې وې.

https://p.dw.com/p/4PIg1
Deutschland | Randale im Kino
انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

په آلمان کې د کرونا تر وبا وروسته په ۲۰۲۲ میلادي کال کي د لومړي ځل لپاره د جرمونو شمیر زیاتوالی راغلی دی. پر همدې بنسټ د جرمني هیواد په ۱۶ ایالتونو کې ۵،۶۲ میلیونه جنايي جرمونه ثبت شوي دي چې دا شمیرې دا ۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله ۱۱،۶ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

المان: افغانستان ته اوسمهال د مجرمانو اخراج ممکن نه دی

د پولیسو د جرمونو ثبت د احصایې څانګې په وینا، د شکمنو کسانو شمیر د ۲۰۲۱ په پرتله ۱۰،۷ سلنه زیاتوالی موندلی او دا شمیر دوه میلیونه او ۹۳ زره کسانو ته رسیدلی دی. له دې جملې څخه ۷ لکه ۸۳ زره او ۸۷۶ کسان د المان تابعیت نلري.

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

د دغو شکمنو کسانو په منځ کې، ۳۱۰ زره او ۶۲ کسانو سربیره (په سلو کې ۳۵ سلنه) کډوال وه. په ځانګړې توګه په جرمونو د تورن شوو ماشومانو شمیر زیات شوې. ویل کیږي چې دا شمیره د ۳۵،۵ سلنه زیاتوالي سره ۹۳ زره او ۹۵ قضیو ته رسیږي.

پر دې سربیره، د پولیسو د راپور له مخې، ۱۸۹ زره او ۱۴۹ ځوان شکمن پيژندل شوي چې عمرونه یې د ۱۴ څخه تر ۱۸ کلونو پورې دي چې دا شمیر په ۲۰۱۹ کې ۱۷۷ زره او ۸۲ کسان وه.

د ماشومانو او تنکیو ځوانانو تر منځ تر ټولو عام جرم غلا، ورپسې فزيکي تاوتريخوالی، د شتمنیو زیان او د نشه یي توکیو اړونده جرمونه دي.

د خور د وژنې په جرم د دوو افغان ورونو د دایمې بند وړاندیز

د ټولو ۵،۶۲ ملیونه جرمونو شاوخوا دریمه برخه د غلا سره تړاو لري. د جنايي پوليسو د راپور له مخې، دا شمېره د يو ميليون ۸ سوه او ۷۰ زرو قضيو سره شل سلنه زياتوالى ښيي. په هرصورت، په عموم کې، دا شمیره د ۲۰۱۹ کال د احصایو په پرتله ټیټه وه، یعنی د ۱ ملیون ۸ سوه ۲۰ زره قضیو څخه کم.

زمونږ له یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

له کوره غلاوې د ۲۱،۵ سلنه ډيروالي سره  ۶۵۹۰۸ قضیو ته رسيدلي. دا په داسې حال کي ده چې ډیری آلماني وګړي اوس هم له کوره کار کوي نو له همدې امله د جرم کولو لپاره لږ فرصتونه برابر شوي.