1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته له پنځو هيوادونو څخه سفر کول اسانه شوي

۱۴۰۰ تیر ۱۵, سه‌شنبه

که يو هيواد د ویروس سيمه طبقه بندي شي له هغه ځايه آلمان ته سفر تقريباً منع دی. اوس د پنځو هيوادونو له پاره اضطراري حالت پای ته رسېدلی دی چې دوه يې د اروپاي اتحاديې غړي دي.

https://p.dw.com/p/3w6Xo
Einreise EU | Covid-19: Airport Corona Testing
انځور: Zumapress/picture alliance

د آلمان حکومت هغو هيوادونو ته چې د کرونا ويروس ژر خپرېدونکې بڼه پکښې په چټکي سره پراخيدله د سفر کولو محدودیتونه وضع کړې ول، اوس په دغو محدويتونو کې لږ نرمښت راولي. د رابرت کوخ انستيتوت د خبر له مخې د چهارشنبې په ورځ پنځه هيوادونه د ويرويس له سيمي څخه د کرونا د ډېرو پيښو د سيمو په توګه ګڼل شوي دي. دغه هيوادونه، پرتګال، بريتانیا، شمالي ايرلند، روسیه، هندوستان او نيپال دي.

دا په دې معنی ده چې بيرته له دغو هيوادونو څخه آلمان ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې ده. هغه کسان چې بشپړواکسين شوي يا له کرونا څخه رغېدلي وي نه قرنطين کيږي او د نورو له پاره به د قرنطين موده لنډه وي.

هند وختي په دغه ليست کي وو، پرتګال وروسته ورزيات شو

هند د اپريل مياشتي په پای کي د ويروس بڼي (هغه سيمه چي ويروس خپله بڼه پکښې بدله کړي او په يوې نوي بڼي اوښتی) په توګه طبقه بندي شو، په می مياشتي کي بيا نيپال او بريتانيا او د جون مياشتي په پای کي بيا د اروپايي ټولني غړی هيواد پرتګال او روسيه هم په دغه کتار کي راغلل.

د کرونا په خطرناکه کټګورۍ د يوه هيواد راوستل د سفر کولو له پاره سخت محدودیتونه له ځان سره لري. په ځانګړي ډول لکه: هوايي شرکتونه، سرويس موټر او اورګاډې اجازه نه لري چې له هغو سيمو څخه چي ويروس خپله بڼه پکښې اړولې وي، آلمان ته مسافر انتقال کړي، مګر دا چې هغوی د آلمان اتباع وي يا په دغه هيواد کي اقامت ولري. دغه راز هغه کسان چې د ويروس له سیمو څخه آلمان ته داخلیږې باید ۱۴ ورځې په قرنطين کي پاتې شي، که واکسین شوې او يا له کرونا څخه بیرته رغيدلې هم وي.

له دې طبقه بندۍ سره تر دې وروسته آلمان ته د سفر کولو ممانعت له منځه ځي او ټول کولای شي دغه هيواد ته په هر ډول ترانسپورت کي سفر وکړي. هغه کسان چې واکسين شوي نه وي او يا له کرونا څخه رغېدلي نه وي بايد يوازي لس ورځي په قرنطين کي پاته شي او يا د دوهم تيست په ښوولو سره کولای شي قرنطين يې پنځو ورځو ته رالنډ شي.

له دلتا څخه ويره پر ځای پاته ده

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل تيره اوني لا په سفر کولو کي د اسانتياوو اعلان وکړ، خو هغې نه د هيوادونو نوم واخيست او نه يې هم کومه نېټه ياده کړي.

هغې يوه اونۍ ترمخه په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې په غونډه کې د کرونا د دلتا بڼي د خپريدو د مخنيوي له پاره په اروپاي اتحادیه کي د سفر کولو پر ګډو قوانينو باندې ټينګار وکړ.