1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د توغنديو د نوي دفاعي سیسټم پر جوړولو غور کوي

۱۴۰۱ فروردین ۸, دوشنبه

دغه نوی دافع هوا سیسټم به د اسرائيل د يوه دافع هوا سيسټم پر مادل جوړيږي او د اوږد واټن بالیستک توغنديو د شنډولو وړتيا به ولري. د آلمان صدراعظم وويل: «موږ بايد ځانونه چمتو کړو.»

https://p.dw.com/p/498Qt
Israel I Arrow-3 Rakete
انځور: Israeli Defence Ministry/AFP

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د يکشنبې په ورځ تائید کړه چې حکومت یې د ټول هېواد له پاره د توغنديو د ډال پر جوړولو غور کوي. د توغنديو څخه د ساتنې دا سيسټم به د اسرائيل د يوه ماډل پر اساس جوړ شي.

شولڅ څه وويل؟

صدراعظم شولڅ د آلمان د «ای آر دي» تلویزيون سره په خبرو کې وويل: «له توغنديو څخه دفاع مطمناً له هغو تدابيرو څخه ده چې موږ یې په اړه بحث کوو، د قوي دلایلو پر اساس.»

نوموړي زياته کړه: «موږ ټول بايد دې حقيقت ته په کتو سره ځانونه چمتو کړو چې داسې يو ګاونډي لرو چې هغه دمګړۍ د خپلو ګټو د تامين له پاره زور کارولو ته چمتو دی.»

شولڅ د دافع هوا سيسټم د ممکنه پلان په اړه د جزياتو له ورکولو ډډه وکړه او زياته یې کړه چې دا طرحه لا بشپړه شوې نه ده.

په فيبرورۍ مياشت کې پر اوکراين د روسیې تر يرغل لږ وروسته شولڅ د آلمان د پوځ د لا پياوړي کولو په موخه د ۱۰۰ ميلياردو يورو ځانګړې بودجه اعلان کړه.

Deutschland | Bundeskanzler Olaf Scholz zu Gast bei Anne Will
شولڅ د ای آر ډي تلویزيون په خپرونه کې د نوي دافع هوا سیسټم په اړه خبرې وکړې انځور: Wolfgang Borrs/NDR/dpa/picture alliance

د آلمان د بلد ورځپاڼې په حواله صدراعظم شولڅ د چهار شنبې په ورځ د آلمان د پوځ له عمومي مفتش اېبهارد څورن او د دفاع له وزيرې کرستين لامپريشت سره د دغي ځانګړې بودجې د استعمال په اړه خبرې اترې وکړ.

د آلمان د بلد ام زونتاګ ورځپاڼې تر دې دمخه رپوت ورکړی وو چې آلمان د اسرائيلو د غشي ۳ په نوم دافع هوا سیسټم رانيسي. د ورځپاڼې په حواله به دا سیسټم دوه ميليارده يورو بيه ولري.

دا دافع هوا سیسټم د دې وړتيا لري چې د اوږد واټن قاره يي توغندي له منځه يوسي او په ستراتوسفير يا د ځمکې د اتموسفير د دويم لوړ پوړ په څېر لوړو ارتفاعو کې هم فعاليت کولی شي.

د اسرائيل د تير يا غشي پر سيسټم بايد د ارون ډوم د سیسټم ګمان ونه شي چې په ټيټه ارتفاع کې الوت کوونکي د لنډ واټن توغندي ويجاړوي. د آلمان پوځ لا دمخه د پيتريوت په نوم دافع هوا سیسټم لري چې د لنډ واټن توغنديو د شنډولو وړتيا لري.

ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: