1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خپلو سرحدونو کنترول پېل کړ

۱۴۰۳ شهریور ۲۶, دوشنبه

د پناه غوښتونکو د شمير زياتېدو ته په کتو سره آلمان پر خپلو سرحدونو د پاسپورت کنترول پېل کړی دی، څو د غير قانوني مهاجرو د راتګ مخه ونيوله شي. په اروپايي اتحاديه کې دا ډول اقدامات يوه استثنا ګڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/4kfwh
د آلمان پر پولو د پاسپورت کنترول
آلمان د شېنګن ساحې چې ۲۹ اروپايي هېوادونو پکې شامل دي، په منځ کې واقع دی. انځور: IMAGO/Steinsiek.ch

د آلمان پوليسو سر له نن، يعني د سپتمبر له ۱۶مې نیټې څخه د خپلو ځمکنيو سرحدونو څارنه پېل کړې ده. تر اوسه يوازې له ختیځ او سويلي سرحد څخه داخلېدونکي مسافر کنترول کيدل، خو اوس به لږ تر لږه تر ۸ مياشتو پورې شمالي او لوېدیځ سرحدونه هم څارل کيږي. په دې کې له دنمارک، هالند، بيلجيم، لوګزامبورګ او فرانسې سره سرحدي لارې شاملې دي.

آلمان د شېنګن ساحې چې ۲۹ اروپايي هېوادونو پکې شامل دي، په منځ کې واقع دی. د دې هېوادونو پر خپل منځي سرحدونو باندې پاسپورت نه کنتروليري، خو پر بهرنيو پولو او هوایي ډګرونو کې د پاسپورت کنترول شته.

دا نوی سرحدي کنترول د خلکو او همدا راز د توکو پر حمل او نقل باندې اغیزه کولی شي او د خنډ باعث ګرځېدلی شي. د پولند لومړي وزير دونالد توسک، پر آلمان تور لګولی دی چې له خپل نوي بشپړ سرحدي کنترول سره د شينګن ټول نظام له خطر سره مخامخ کوي.

د شينګن په ساحه کې سرحدي کنترول

د شینګن په ساحه کې سرحدي کنترول په عمومي توګه يوازې په ځانګړو شرائطو کې کیږي. خو غړي هېوادونه پخپله دا پريکړه کوي چې آیا دا شرائط موجود دي او که څنګه او بيا دوی يوازې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې کمېسيون ته بايد خبر ورکړي.

اروپايي اتحاديه د دې ډول کنترول په اړه خبرداری جاری کولی شي خو تر اوسه داسې کومه قضيه نه ده رامنځته شوې. د اروپايي ټولنې کمېسيون وياندې انيتا هپر، په همدې وروستيو کې وويل چې له سرحدی کنترول څخه يوازې د «وروستي ګام» په توګه باید استفاده وشي.

پر دې سربیره دا کنترول بايد موقتي وي او حد اکثر تر دريو کلونو وي.

د آلمان د کورنیو چارو وزيرې نانسي فېزر، د سرحدونو د کنترولولو د آلمان ګام د مهاجرت پر سیسټم د سخت فشار او د غير منظمو مهاجرو لوړ شمیر ته په اشارې سره توجيه کړی دی.

په شينګن ساحه کې د سرحدي کنترول مخ پر زياتیدونکی ملاتړ

په دې وروستیو کلونو کې پر خپلو پولو د کنترول د پراخولو په برخه کې آلمان يوازې نه دی. د شينګن د ساحې نور اته هېوادونه هم دمګړۍ خپلې پولې کنترولوي. فرانسه په دې ترڅ کې لومړی ځای لري. پر فرانسې سربیره آلمان هم له ۲۰۱۵م کال راهېسې له اتريش سره خپل جنوبي سرحد د پناه غوښتونکو د داخليدو د مخنیوي او د ترهګرۍ د خطر راکمولو په موخه کنترولوي. 

اتريش له سلواکیا، چيک جمهوريت، هنګري او سلوانيا سره د خپلو سرحدونو د کنترول له پاره همدا جواز وړاندې کوي.

د آلمان پر لویو لارو کنترول

د آلمان د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يواخم هیرمن، په حواله د آلمان د دې جنوبي ايالت او اتريش ترمنځ پر لويه لاره به سرحدي کنترول په ناڅاپي ډول ترسره کیږي. د دې مقصد دا دی چې ټول مسافر اړ نه دي خپل پاسپورت وښيي. يوازې شکمن موټر به له ترافيک څخه راجلا او کنتروليږي. هیرمن وويل چې پر مرکزي لویو لارو باندې د کنترول امکان شته خو دا به ۲۴ ساعته نه وي. 

د آلمان د کورنیو چارو وزيره نانسي فېزر، په پام کې لري چې د سرحدي کنترول له لارې هېواد ته په غير قانوني توګه د اخليدونکو مخه ونيسي.

د آلمان د فدرالي پوليسو په حواله د روان میلادي کال د جنورۍ او جولای میاشتو ترمنځ ۳۴۰۰۰ کسانو آلمان ته د داخليدو هڅه کړې وه.

له دوی څخه یې ۱۷۰۰۰ کسان پر سرحد باندې ايسار شوي ول. نورو نیمايي ته یې د داخليدو اجازه ورکړل شوې وه خو د ډبلن مقررات پرې عملي کیږي. يعني دا چې دا پناه غوښتونکي به هغه اروپايي هېواد ته استول کیږي چې لومړی ورته داخل شوي ول.

پر دې سربیره تېر کال د آلمان فدرالي پوليسو پر پوله باندې ۱۲۷ هغه کسان نيولي ول چې بې له اجازه يې د داخليدو هڅه کړې وه. له دوی څخه یو په څلورمه برخه پر سرحد منع شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب