1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له المان څخه دوه پر دریمه برخه اخراجونه نه عملي کیږي

۱۴۰۱ اسفند ۱۴, یکشنبه

د المان د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې په دغه هیواد کې د رد شوو پناه غوښتونکو شاوخوا دوه پر دریمه برخه اخراجونه د مختلفو دلایلو له کبله نه عملي کیږي.

https://p.dw.com/p/4OGgf
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د المان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې تیر کال د ۱۲۹۴۵ رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج بهیر په بریاليتوب سره عملي شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د مختلفو دلایلو له کبله بیا د ۲۳۳۳۷ تنو اخراج نه دی عملي شوی.

«مجرمین دي افغانستان ته اخراج سي»

دغه معلومات د المان د کورنیو چارو وزارت په پارلمان کې د اتحادي ګوندونو فرکسیون د پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي، چې د «Welt am Sonntag» ورځپاڼې بیا د المان خبري آژانس په حواله نقل کړي دي.

د اخراج د نه عملي کیدو دلایل د نورو ترڅنګ د پروازونو لغوه کیدل او یا هم د اخراج په ورځ د رد شوو پناه غوښتونکو غیابت یا نه موجودیت ښودل شوی دی.

د المان په پارلمان کې د اتحادي ګوندونو د کورني سیاست ویاند الکزاندر توروم د «Welt am Sonntag» ورځپاڼې ته ویلي دي: «المان له ۲۰۱۶م کال را هیسې د مهاجرت په شدید بحران کې قرار لري. د بیرته ستنولو یو بریالی سیاست باید د ایالتونو او مرکزي حکومت په کاري لومړيتوبونو کې وي.»

توروم د حکومتي ګوندونو پر ائتلاف تور ولګولو چې د اخراجولو عملیات یي په سمه توګه نه دي عملي کړي. نوموړي د المان د حکومتي ګوندونو(SPD، زرغون او FDP) ائتلافي موافقتنامې ته اشاره وکړه چې په هغې کې لیکل شوي دي: «هر یو کس چې مونږ ته راځي نه شي کولی شي دلته پاتې شي. مونږ په دوامداره توګه د بیرته ستنولو عملیات پيلوو، په ځانګړي توګه د مجرمینو او خطر پيښوونکو کسانو.»

آلمان تر سلو زرو ډیرو پناه غوښتونکو ته شرایط اسانه کړل

د بهرنیو اتباعو د راجسترولو مرکز د شمیرو له مخې د تیر کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې پورې په المان کې ۳۰۴۳۰۸ تنه په اخراج مکلف کسان موجود ول، چې په هغو کې ۲۴۸۱۴۵ تنه یي د دولدونګ (زغمل کیدونکي) اسناد درلودونکي کسان دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا