1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ځينو افغانانو د را ايستلو ماموریت دوام لري

۱۴۰۰ آبان ۲۴, دوشنبه

د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر نیلز آنن په خبره آلمان غواړي له افغانستان څخه په خاص ګروپ پورې مربوط کسانو د را ایستلو لړۍ ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/42zyl
Konflikt in Afghanistan - Taschkent
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر نیلز آنن د یکشنبې په ورځ په برلین کې وویل :«آلمان غواړي د بشري مرستو څخه جلا په ډاډمن ډول او بې له خنډه له افغانستان څخه د هغو کسانو د را ایستلو زمينه مساعده کړي چې آلمان یي په هکله مسئولیت لري، لکه هغه کسان چې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو او سیاسي او ټولنیزو بهیر د هر اړخیزې طرحې په برخه کې فعاله و.»

د ښاغلي آنن په خبره په دغه هیواد کې ملګرو ملتونو ډیر غوره او د پام وړ رول لوبولی دی. آنن ټینګار وکړ: «له کله راهیسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي دي بشري وضعیت ډېر زیات خراب شوی دی.» د دغه آلماني سیاستوال په خبره نږدې ۲۳ میلیونه انسانان له شدیدې ولږې له خطر سره مخامخ دي.

تر لس میلیونو ډیر انسانان یا خو په هیواد کې دننه بې ځایه شوي او یا هم ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي. له همدې امله آلمان ۶۰۰ میلیونه یورو اضافي پيسې د بشري مرستو له پاره ځانګړي کړي دي.

آنن امریکا ته د خپل سفر په هکله چې د یکشنبې په ورځ پيلیده خبرې وکړې. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله د نورو ترڅنګ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتیرش سره لیدنه هم پلان شوې ده. د ملګرو ملتونو سازمان په لیدنه کتنه کې به د افغانستان موضوع د خبرو اترو په مرکز کې ځای ولري.

د «ولټ» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته آلمان په نوامبر میاشت کې له دغه هیواد څخه ۱۰۰۰ تنه خپل سیمه ایز همکاران او د هغو د کورنیو غړي رايستلي دي، چې په مجموع کې یې شمیر ۵۰۰۰ ته رسیږي.

د دغه رپوټ پر بنسټ په اوس وخت کې شاوخوا ۶۰۰ سیمه ایز کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي چې شمیر یې شاوخوا ۲۴۰۰ کسانو ته رسیږي په افغانستان کې دننه او یا هم په ګاونډیو هیوادونو کې آلمان ته د وتلو له پاره انتظار باسي.

دوی د آلماني پوځ سره د همکارۍ له کبله د طالبانو له خوا په شدید ډول د سرکوبه کیدلو او یا هم وژل کیدو له خطر سره مخامخ دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز