1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمانه نور رد سوي مهاجر افغانستان ته اخراج سول

۱۴۰۰ خرداد ۱۹, چهارشنبه

افغانستان ته یو وار بيا له آلمان څخه په رد سوو مهاجرو ډکه الوتکه رسېدلې ده. چارواکو ویلي دي چي په دغه الوتکه کي ۴۲ رد سوي افغان مهاجر سپاره ول.

https://p.dw.com/p/3ucSE
Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهیسي ۳۹م ډله ایزه اخراج دی. په دې ډول آلمان تر اوسه پوري ۱۰۷۷ نارینه بیرته افغانستان ته استولي دي.

د تيرکال له ډسمبر مياشتي راهيسي په میاشت کي یو وار له آلمان څخه د رد سوو مهاجرو یوه الوتکه افغانستان ته پلان سوې ده. په می مياشت کي پلان سوې الوتنه له دې کبله وځنډیده چي افغان چارواکو د می پر اوله نېټه سخت امنیتي تدابیر نيولي ول. د می پر اوله نیټه امریکا متحده ایالاتو او د ناټو نورو هیوادونو په رسمي ډول له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل پیل کړل.

بحراني سیمو ته د مهاجرو استول یوه شخړه ایزه موضوع ده. په سپتمبر مياشت کي د سولي خبرو اترو پر بیا پیل کیدو سربیره له طالب جنګیالیو سره کړکیچ همداسي ادامه لري.

د نړیوالو ځواکونو د وتلو له پیل راهیسي، امنیتي وضعیت نور هم خراب سوی دی.

طالبانو له هغه راهیسي نږدې ۱۱ ولسوالۍ نیولي دي. په دې ترڅ کي په سونو امنیتي ځواکونه وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي. هره ورځ ملکي کسان هم د دغو شخړو قربانیان ګرځي.

د طالبانو ترڅنګ داعش ډله هم په دغه هیواد کي فعاله ده. په دې وروستیو کي په کرونا باندي د اخته کسانو شمیر هم په شدت سره مخ پر زیاتیدو دی.

GP/NZ/AG