1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني؛ زرغون ګوند د افغانانو پر منلو ټینګار کوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د طالبانو له خوا پر ښځو مخ پر زیاتیدونکو فشارونو ته په کتو سره، د آلمان زرغون ګوند له نوموړي هیواد څخه د افغانانو پر راایستلو ټینګار کوي. د جرمني حکومت هم دلا ډیرو افغانانو د منلو له پاره د یوه پروگرام پر جوړولو کار کوي.

https://p.dw.com/p/4BAUa
Afghanistan | Evakuierungsflüge vom Flughafen Kabul
انځور: Yonhap/picture alliance

د زرغون ګوند مشري ریکاردا لانګ، په برلین کي د آلمان خبري آژانس ته ویلي چي د طالبانو له خوا ترتعقیب لاندي کسانو او همدارنګه د آلماني ادارو پخوانيو ځایي کارکوونکو او له بهرنیو سازمانونو کارکوونکو د منلو په هکله د ائتلافي حکومت هغه هوکړه چي توافق پرې سوی وو، باید ژر تر ژره عملي سي. له دې لاري باید له افغانستان څخه ډیریو هغو نجونو او ښځو ته ددې زمینه برابره سي چي په آزادی کي ژوند وکړي او خپل برخلیک په خپله وټاکي. 

لانګ زیاته کړه چي په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا پسي خرابیږي. د طالبانو د وروستي فرمان له مخې چې ښځې باید په عام محضر کې ځانونه کاملاً پټ کړي او د نوو محدودیتونو له امله یې آزادي محدوده سي دا تر ټولو بده هغه ویره وه چی اوس (په حقیقت بدله سوه.) د طالبانو اوسنی رژیم د پخوا په څیر د ښځو ضد دی او په هیڅ صورت معتدل نه دی.

لانگ ټینگار کوي چي د ښځو او نجونو اساسي بشري حقونه ترپښو لاندې کیږي. د هغوی آزادي، د کار او تعلیم حق لا مخکې هم ور څخه اخیستل سوی او یا هم اصلاً وجود نلري. د هغې په خبره دا هرڅه یو وار بیا ښیي چې نړیواله ټولنه او همدارنگه آلمان باید یو وار بیا افغانستان له یاده ونه باسي او خپل مکلفیتونه پرځای کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې بیا په دې هکله څرگنده کړه چې د آلمان حکومت په خپلو مسولیتونو خبر دی.  تر سخت خطر لاندې افغانان نه سي کولای نور انتظار وباسي. له همدې کبله د جرمني حکومت پریکړه کړې چې د امکان ترحده دغه ډول کسانو ته د منلو زمینه برابره کړي. په عین حال کې حکومت په ډیر فشار سره هڅه کوي، تر څو د افغانستان له پاره د بشر دوستانه منلو یو فدرال پروگرام هم جوړ کوي.