1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمانانو سپما ۷۷۰۰ ميليارد یورو ته رسېدلې

۱۴۰۰ دی ۱۳, دوشنبه

په ۲۰۲۱م کال کي آلمانان یو وار بیا د نغدي سپما په برخه کي تر ټولو مخکي سول. ددغي سپما کچه ۷۷۰۰ میلیارد یورو ته ورسیده. په آلمان کي د شتمنيو ویش ډیر غیر عادلانه دی او د ټولني۱۰ سلنه لوړ قشر ۵۵ سلنه شتمني په اختیار کي لري.

https://p.dw.com/p/454gr
Symbolbild | Geld sparen
انځور: Robin Utrecht/picture alliance

د آلمان د مرکزي بانک د محاسبې له مخي، په ۲۰۲۱ کال کي ددغه هیواد د ډیريو اوسیدونکو نغدي شتمني یو وار بیا په بې ساري توگه زیاته سوې ده.

دغه شخصي نقدي شتمني په تیر کال کي د ۷ سلني په زیاتوالي سره د ۷،۷ بیلیونو يعني۷۷۰۰میلیارد یورو ریکارډ ټینگ کړ.

د آلمان مرکزي بانک به ددغو نغدي شتمنیو رسمي شمير د نوي کال په لومړیو ورځو کي اعلان کړي.

د مرکزي بانک په دغه محاسبه کي، نقدي پیسې، بانکي زیرمي، ارزښتناکه پاڼي او همدارنگه اسهام، د پانگوني صندوقونه او بیمې شاملي دي. 

خو »د آلمان د اقتصاد انستیتوت« د ټولنیزو ـ  اقتصادي څانگي د یوې اوږدې پلټني نتایج بیا په ټولنه کي د شتمنیو له غیرعادلانه ویش څخه خبره کوي. د ټولني ۱۰ سلنه لوړ قشر ۵۵ سلنه شتمني په اختیار کي لري او د کښته طبقې ۵۰ سلنه بیا یوازي ۱،۵ سلنه شتمني خپل ځانته ځانگړې کړې ده.

دغه پلټنه وایي چي په آلمان کي په نسبي ډول ډیر کم کسان د کورونو خاوندان دي. برعکس د هغو کسانو شمير بيا ډېر لوړ شوی چې ځایونه په اجاره اخلي.

د آلمان د مرکزي بانک اقتصادپوه میشائیل اشتاپل وایي: »که څه هم د شتمنیو د زیرمي د اصلي محرک ځواک تر یو ځایه راکم سوی خو په یوې تاریخي مقایسه کي بیا یو وار بیا د سپما د لوړو شميرو شاهدان یو.« 

د نوموړي کارپوه د ارزوني له مخي، په ۲۰۲۱ م کال کي د ۱۵ سلني سپما اندازه په نسبي ډول لوړ رقم ښیی. دا په دې معنی چي خلکو د خپلو کورونو په داخل کي له هرو ۱۰۰ یورو څخه ۱۵ یورو سپمولي دي.

دغه شمیرې ښیی چي که څه هم د تیر کال په پرتله د سپما په کچه کي تر یوې اندازې کمښت راغلی، خو آلمانان بیا هم د سپما په برخه کي تر ټولو مخکي دي.

په ۲۰۲۰ م بحراني کال کي د سپما رقم ۱۶،۱ سلني ته ورسید او د هغه اصلي علت، لنډ مهاله کارونه او د کرونا د پاندیمي له امله احتمالي بیکاري وه. له همدې کبله ډیریو خپل سیاحتي سفرونه لغوه کړل او د لویو مغازو مؤقت تړل کیدل د مصرفولو کچه راټیټه کړه.

تجربو ښودلې چي په بحراني شیبو کي، ډیری ښاریان خپلي نغدي پیسې په آسانۍ سره په بانکي حسابونو کي ساتي. څنگه چي په بانکي حسابونو کي د سپما لوړ رقم هیڅ ډول سود یا گټه نه راوړي، حتی ځینی وخت یې گټه منفي هم وي، نو ډیری ښاریانو خپلي نغدي پیسې د اسهامو په بازارونو او یا هم په لږ ریسک سره سرمایه گذاري کړي دي.

د جرمني د مرکزي بانک تحلیل وایي چي ډیری ځوانو ښاریانو د ارزښتناکو پاڼو رانیولو ته مخه کړې ده، دا په دې معنی چي د ۲۰۱۹ م کال د سپتمبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر سپتمبر پوري په آلمان کي د ارزښتناکو پاڼو، شمیر له ۳،۹ میلیون څخه ۲۷،۱ میلیون ته رسیدلی دی.

GP/BS/DW.Farsi