1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاينماير: راتلونکي ته اميدواري مخ پر زياتيدو ده

۱۳۹۹ دی ۴, پنجشنبه

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاينماير، د کرونا پانديمي د ډېر سخت حالت د تيريدو خبره کوي. هغه د کرسمس په مناسبت خپلي وينا کي وويل: د دغه بحران له امله زموږ ګډ احساس لا پسي غښتلي سو.

https://p.dw.com/p/3nBVC
Berlin I Weihnachtsansprache I Frank-Walter Steinmeier
انځور: Hannibal Hanschke/REUTERS

شټاينماير خپله وينا په دې ټکو سره پيل کړه: «کله کولاي سم بيرته له ژوند څخه خوند واخلم.» دا د هغو په زرونو پيغامونو څخه يوه جمله ده چي له خپلو هيواد والو څخه مي تر لاسه کړي دي.

تر اوسه پوري د کرسمس په مناسبت دآلمان د بل هيڅ ولسمشر وينا، پر يوې ټاکلي موضوع باندي په دومره ښکاره او واضح ډول متکي نه وه. په داسي حال کي چي پخوا به بيلابيلې موضوعګاني ياديدې، خو دا ځل فقط يوه موضوع مطرح وه، کرونا پانديمي.

شټاينماير خپل د خبرو په دوام وويل: «يوه کوچني ويروس زموږ ټول ژوند او تفکر تر اغيز لاندي راوست، پلانونه يې شنډ کړل او هيلي يې له منځه يوړې. ډېر کسان مجبوره سول چي له ودونو، محفلونو، سفرونو او همدارنګه سينماګانو، د فوټبال ستوديمونو او کنسرتونو ته له ورتګ څخه تير سي.» شټاينماير هغو زده کوونکو او ښوونکو ته هم اشاره وکړه چي د کرونا پانديمي لاندي يې سخت روحي فشارونه پر ځان منلي دي. د هغو هنرمندانو، هوټل لرونکو او دوکاندارانو يادونه يې هم وکړه چي ټول هست ونيست يې په خطر کي دی.

د کرسمس بيخي بل ډول لمانځنه

د شټاينماير په خبره، سږنی کرسمس چي د ميني او محبت يو جشن هم دی، بيخي بل ډول لمانځل کيږي. خو په دغو شپو او ورځو کي چي بايد يو له بل سره نيژدې واوسو، بايد ټولنيز واټن مراعات کړو. زما هم لکه ستاسو غوندي خپل هغه دوستان او خپلوان ياديږي چي په ټول کال کي مي نه دي ليدلي. ډېر زاړه کسان مجبوره دي کرسمس يوازي تير کړي تر څو د کرونا له ويروس څخه خوندي پاته سي.

شټاينماير په خاص ډول د هغو ښځو او نارينه ناروغانو يادونه هم وکړه چي په اوس وخت کي د روغتون په عاجلو بسترونو کي پراته دي او له مرګ سره لاس او ګريوان دي. ډېرو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ.

«بل کرسمس به بيرته د غيږي په روغبړونو او سندرو سره وي»

د واکسين لګول به هم دا کار ممکن کړي. شټاينماير څو ورځي مخکي لا له خلکو غوښتي ول چي واکسين لګولو ته دي غاړه کښيږدي. دا کار د ټولني يووالی ښيي. هغه خبر دی چي په هيواد کي د واکسين ډېر مخالفين او منتقدين هم موجود دي.

شټاينماير په دې پوهيږي چي اوس هم سخت وختونه لا په مخکي دي، خو خلکو ته دا ډاډګيرنه هم ورکوي چي په اصطلاح د تونل په پاي کي روښنايي هم ترسترګو کيږي چي رڼا يې وار په وار ډيريږي.

د شټاينماير په خبره دا په دې پوري اړه لري چي څومره لار مو لا په مخکي ده. که ټول له زغم او عقل څخه کار واخلو بيا به نو ټول هغه څه بيرته له سره ممکن سي چي تر اوسه مو ورڅخه ډډه کړې.

هغه هيله مندي څرګنده کړه چي بل کرسمس به له خپلو کورنيو، ملګرو او دوستانو سره د غيږي په روغبړ او کرسمس په سرودونو سره پيل کړو.

کریستوف هازلبخ