1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: شکمن پيژندل شوو مجرمینو کې د مهاجرو شمیر کم شوی

۱۴۰۱ تیر ۲۳, پنجشنبه

د آلمان د پولیسو له خوا ویل شوي دي چې د پیژندل شوو شکمنو مجرمو کسانو په ډله کې د مهاجرو شمیر نور هم راکم شوی دی، البته دا تناسب بیا د مهاجرو د میلیتونو په برخه کې توپیر کوي.

https://p.dw.com/p/4E7Xl
Symbolbild | Festnahme | Verhaftung | Polizei in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/imageBROKER

د آلمان د جنایي پولیسو فدرالي ادارې  (BKA)له خوا د مهاجرو د جرمونو او جنایتونو د روان وضعیت په اړه د خپاره شوي رپوټ پر بنسټ په ۲۰۲۱م کال کې په مجموعي ډول د شکمن پيژندل شویو مجرمو کسانو شمیر یو اعشاره ۷۸ میلیونه ښودل شوی دی.

د احسایو له مخې په دې کې ۷،۱ سلنه ونډه د مهاجرو ده چې په هغو کې پناه غوښتونکي، منل شوي مهاجر، زغمل کیدونکي پناه غوښتونکي یا ډولډونګ لرونکي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول په آلمان کې ژوند کوي شامل دي. دغه شمیر یا ونډه تر دې یو کال مخکې، یعني په ۲۰۲۰ م کال کې ۷،۳ سلنه وه.

د پاملرنې وړ خبره خو دا ده چې په جرمي پيښو کې د مهاجرت د درو اصلي مبدا هیوادونو چې عبارت له سوریې، افغانستان او عراق څخه دي، د مهاجرو ونډه د نورو هیوادونو د پناه غوښتونکو په پرتله په واضح ډول ټیټه ده. 

د آلمان د جنایي پولیسو فدرالي ادارې د شمیرو له مخې د بیلګې په توګه په داسې حال کې چې په آلمان کې د کډوالو ۳۴،۱ سلنه برخه سوریایي مهاجر تشکیلوي، د شکمن پيژندل شوو فیصدي یي بیا ۲۰ سلنې ته رسیږي چې دا په واضح ډول لږ شمیر دی.

د رپوټ د معلوماتو له مخې د نایجیریا، الجزایر، مراکش، جورجیا یا ګرجستان او تونسي مهاجرو په برخه کې بیا قضیه برعکس ده. یا په بل عبارت د دغو هیوادونو د مهاجرو شمیر کم، خو په جرمونو کې یې ونډه زیاته ده.

له همدې امله د آلمان اتحادي ګوندونو له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ګرجستان په شمول دغه لویدیځ افریقایي هیوادونه دې د امن مبدا هیوادونو په توګه طبقه بندي کړي. داسې یو وړاندیز چې د آلمان په تیر حکومت کې هم شوی و چې د ۲۰۱۹م کال په اوایلو کې د آلمان ملي شورا له خوا د ماتې سره مخامخ شوی و.

په آلمان کې د امن مبدا په توګه هغه هیوادونه طبقه بندي کیږي چې فکر کیږي په هغو کې د سیاسي تعقیب، غیر انساني چلند، مجازات او یا د تحقیر آمیزه چلند سره د مخامخ کیدو ویره موجوده نه وي.

له سوسیال دیموکرات اتحاد (CDU) ګوند څخه د آلمان د اتحادي ګوندونو د فراکسیون ویاند الکساندر تروم وویل: «د امن مبدا په توګه طبقه بندي کیدل د پناهندګۍ بهیر په ګړنديتوب کې رول لري او دغو هیوادونو ته دا سګنال استوي چې آلمان ته مهاجرت ورته بی معنی دی.»

د دې ترڅنګ د SPD، زرغون او FDP ګوندونو ترمنځ د ایتلاف په تړون کې د مهاجرت او بیرته ستنولو له پاره ټاکل شوي ځانګړي نمایندګان باید، لومړی له دغو لویدیځو افریقایي هیوادونو سره د دوی د مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله پر یوې موافقې کار وکړي.

د پولیسو د شمیرو له مخې تیر کال د جرمونو ۵،۲ سلنه قربانیان مهاجر ول، چې له څلورو څخه په درو مواردو کې په جسمي ډول متضرره شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح