1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولني له مهاجرو څخه د جرمني حقوقي ملاتړ

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۸, شنبه

د جرمني د یوې ایالتي محکمې د فیصلې پراساس که یو مهاجر د اروپايي ټولني په یوه بل هیواد کي منل سوی وي، خو هلته ورسره غیر انساني چلند کیږي، کولای سي په جرمني کي اجتماعي ملاتړ تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3t8QA
Flüchtlinge aus Griechenland landen in Hannover
انځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

د نیدرزاکسن ایالتي محکمې اعلان کړی دی، د هغو مهاجرینو څخه چي مخکي د اروپايي ټولني په یوه بل غړي هیواد کي قبول سوي وي، خو هلته ورسره غیر انساني رفتار کیږي او تحقیریږي، په جرمني کي یې ملاتړ کیږي.

په هغه حکم کي چي تیره دوشنبه (د ۲۰۲۱ کال د می دريمه) صادر سو، محکمې یوې نایجریايي ښځي ته، چي لمړی یې په ایټالیا کي پناه ورکړې وه، د پناهندګۍ د حقوقو ټوله امتیازات ورکړل. دغه ښځه هلته د خپل ژوندانه د مخته بیولو پخاطر بدلمنۍ یا فقر ته مجبوره سوې وه.

د دغي ښځي دوسیه د ګوتینګن ښار په محکمه کي بررسي سوه. د دغي ښځي پناهندګي، چي یوازي د خپل زوی سرپرستي پر غاړه لري، جرمني تر راتګ دمخه په ایټالیا کي منل سوې وه. د دغه ښار د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ادارې پرهغي باندي په دې دلیل، چي فقط د مالي کومک اخیستلو پخاطر جرمني ته راغلې ده، کومکونه لږ کړي وه. پر هغې باندي بل تور دا لګیدلی ؤ، چي د کلیسا پواسطه د پناهندګۍ اخیستلو د کوښښ له لاري یې غوښتل د خپل اخراج مخنیوی وکړي.

د دغي نایجریايي ښځي دلیل بیا داؤ، چي دې بیله دایمي سرپناه څخه په ایټالیا کي ژوند کاوه، پر خپل ځان بیریدله او امید یې درلودی، چي په جرمني کي به ورسره کومک وسي.

محکمه دې نتیجې ته ورسیدل، چي که حتی جرمني ته ددغي ښځي د راتګ دلیل د مالي امتیازاتو څخه استفاده هم وي ، نباید پر هغې باندي دغه امتیازت کم یا قطع سي. د محکمې په نظر دغي ښځي په ایټالیا کي په اضطراري حالت او غیر انساني حالت کي ژوند کاوه او تحقیریدله.

د محکمې فیصله داده، چي که یو پناه غوښتونکی د اروپا د اتحادیې په یوه بل غړي هیواد کي مجبوره سي، د اوږده وخت دپاره بې کوره او د سړک پر سر ژوند وکړي، حتی جرمني ته په غیر قانوني راتګ سره هم باید د هغه د پناهندګۍ مصلحتونه لومړیتوب ولري او د هغه سره د رفتار معیار دا نه وي، چي هغه یوازي د اجتماعي کومکو د اخیستلو پخاطر جرمني ته راغلی دی.

په دې اواخرو کي د جرمني د مونستر او لونبورګ عالي اداري محکمو هم د هغو پناه غوښتونکو ، چي پخوا په یونان کي اوسیدله او پناهندګي یې قبوله سوې وه ، د هغوی د نه اخراجیدو امر صادر کړی ؤ. د دې کار دلیل یې په یونان کي د پناه غوښتونکو خراب شرایط راوړی ؤ. محکمو په خپل حکم کي ویلي وه، « هغوی ته دا خطر موجود دی، چي ونسي کولای خپل اولیه ضرورتونه ، لکه بستر، ډوډی او صابون پوره کړي.»

آ./م.ق./ا.ا.