1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبی امریکا ته د شولڅ د سفر پرمهال د اقتصادي گډ کار غوښتنه

۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ نن شنبه د یوه څلور ورځني سفر په هدف جنوبی امریکا ته حرکت وکړ. په همدې حال کي د جرمني اقتصاد ددغه براعظم پراهمیت ټینگار وکړ او ورسره یې د شولڅ څخه د لا ډیر گډ کارغوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4MpL2
Bundeskanzler Olaf Scholz reist nach Lateinamerika
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ د جنوبی امریکا د سفر لمړنی تمځای ارجنټاین دی، چیري چي به هغه د دغه هیواد د جمهور رییس، البیرتو فرناندیس سره وگوري. په پلان کي دي، چي ماښام به بیا د ارجنټین د اقتصادي څانکو د نمایندگانو سره یوځای ډوډی وخوري. د صدراعظم په حیث جنوبی امریکا ته د شولڅ د لمړني سفر پر مهال د هغه سره د جرمنی د اقتصادي سکتور تقریبأ لس نمایندگان ملگري دي. 

ایران په لبنان کي د برق دستگاوي جوړوي

سبا یکشنبه به بیا شولڅ خپل سفر ته ادامه ورکړي او چیلي هیواد ته به ولاړ سي. د دوشنبې په ورځ یې برازیل ته د سفر پروگرام دی. د شولڅ د سفر یو هدف جرمني ته د اومو موادو او انرژئ واردول دي، تر څو هیواد یې د نورو ترڅنگ مثلأ د قیمتي معدني مواد په برخه کي د داسي هیوادونو، لکه چین څخه مستقل سي.   
شولڅ غواړي د خپلي دغي لیدني کتني پر مهال د اوکراین په جنگ کي د جرمني د موقف څخه هم معلومات ورکړي. 
د بلي خوا بیا د جرمني اقتصادي څانگو د جنوبی امریکا پراهمیت باندي ټینگار کړی دی او د صدراعظم، اولاف شولڅ څخه یې دغه براعظم ته د هغه د سفر پر وخت د لا ژوري اقتصادي همکارۍ غوښتنه کړې ده. 

جرمني: اقتصاد د مهاجرت مقرراتو د ساده کولو غوښتنه کوي
د جرمني د تجارت او صنایعو د اطاقونو رییس، پیتر ادریان الماني خبري آژانس،dpa ته ویلي دي، چي «هم د اومو موادو او انرژۍ د باثباته په لاسته رواړلو او هم د متنوع محصولاتو د وارداتو او صادراتو  او بازار پیداکولو په برخه کي داسي هیوادونه، لکه برازیل، چیلي او ارجنټاین ډیر مهم دي». 
پدې دول سره کیدلای سي د جرمني اقتصاد د اوږدې مودې دپاره د تجارت او پانگي اچوني په برخه کي د دغه براعظم سره وصل سي. دا هم پداسي حال کي ده، چي د لسیزو راهیسي الماني شرکتونه په برازیل کي فعاله دي. له هغې جملې څخه د موټر جوړنې شرکتونه لکه میرسیدس بنز، فولکس واگون، او د برقي تولیداتو شرکت زمینس او نور، چي تعداد یې تر زرو لا هم اوړي، هلته په فعالیت بوخت دي. 

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور
تر خپل هیواد دباندي د برازیل میلیوني ښار، ساو پاولو د جرمني له پاره تر ټولو لوی اقتصادي مرکز دی. خو د ادریان په خبره د دې دپاره چي الماني شرکتونه د رقابت کولو توان له لاسه ورنکړي، ضروري ده، چي د گډ کار کولو تړونونه ورسره رامنځته سي. 
ادریان همدارنگه وویل، چي «د اروپا اتحادیې او جنوبي امریکا د بازار، میرکوسور ترمنځ د ازاد تجارت قرارداد بلاخره باید تصویب سي، دقیقآ همدارنگه لکه د مکسیکو او چیلي سره تړون».