1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: افغانستان کې د لسګونو سیمه ایزو همکارانو د مړينې موارد

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

د یوه رسنیز رپوټ پر بنسټ د لومړي ځل له پاره د المان حکومت اعتراف کړی دی چې په لسګونه هغه کسان چې باید له افغانستان څخه تخلیه شوي وای، د بیلا بیلو دلایلو له امله یي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Hwrg
Konflikt in Afghanistan - Taschkent
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د شپيګل المانۍ ورځپاڼې د شنبې (د اکتوبر میاشتې ۸ نیټه) په ماښام د المان په پارلمان کې د چپیانو د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې د المان د حکومت په استناد رپوټ ورکړی دی: د کله راهیسې نه چې طالبان واک ته رسیدلي دي د الماني پوځ ۳۲ تنه سیمه ایز همکاران، له ځانګړي خطر سره مخامخ کسان او د دوی د کورنۍ غړو په داسې حال کې چې دوی د آلمان له خوا منل کیدو ته منتظره ول، د بیلا بیلو لاملونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د المان حکومت په ځواب کې د دغو افغانانو د مړينې د سبب یا عواملو په هکله تفصیل وړاندې شوی دی. په دې اساس ۱۵ تنه له دوی څخه په خپل طبيعي مرګ یا کومې حادثې کې مړه شوي او ۹ تنه یي په تاوتریخوالي سره وژل شوي دي.

یو سیمه ایز همکار پر یوه جومات کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې په برید کې وژل شوی او د یوه بل کس چې له ځانګړي خطر سره مخامخ دی د کورنۍ غړی د پاسپورت دفتر مخکې ته په یوه برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند: المان او پاکستان: لا هم له افغانستانه د خلکو د را ایستلو هڅې روانې دي

د یوه سمیه ایز همکار یو تن خپلوان له دې امله وژل شوی، ځکه یو وخت یې په افغان وسله والو ځواکونو پورې تعلق درلود. د ۷ تنو د مړينې سبب یا دلیل واضح نه دی. یوه تن له سیمه ایزو همکارانو څخه خپل ځان پخپله وژلی دی.

د المان حکومت په خبره د دغو مواردو له جملې څخه د هیڅ کوم تن مړينه د هغې له دندې سره کوم ارتباط نه دی درلودلی.

څه باندې یو کال مخکې وروسته له دې چې نړیوال ځواکونه په بیړه له افغانستان څخه ووتل، سخت دریځه اسلامپاله طالبانو یو وار بیا په دغه هیواد کې قدرت په خپل لاس کې نيولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص