1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د آلماني پوځ ماموریت د اساسي ارزونې غوښتنه شوې

۱۴۰۰ تیر ۷, دوشنبه

په افغانستان کې د آلماني پوځ ماموریت تر پای ته رسیدو لږ مخکې د دغه هیواد په پارلمان کې د دفاعي کمیټې مشرې ایوا هوګل، د یوه پراخ بحث په لړ کې د دغه ماموریت د اساسي ارزونې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3vfRx
Eva Högl SPD Politikerin
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

د آلمان په پارلمان کې د دفاعي کمېټې د کمیسارې ایوا هوګل په خبره د یوه پراخ بحث په ترڅ کې باید په افغانستان کې د آلماني پوځ ماموریت په اساسي ډول و ارزول شي چې څه پند ترې اخیستلی شو.

میرمن هوګل د دوشنبې په ورځ د «فونکه ګروپ» رسنیزې ډلې ورځپاڼې سره په خبرو کې د پارلمان د یوه تحقیقاتي کمیسیون د جوړیدو غوښتنه کړې ده. هغې وویل: «له افغانستان څخه تر وتلو وروسته باید موږ یو بیلانس واخلو: دغه ماموریت کومې لاسته راوړنې درلودې؟ او موږ د راتلونکو ماموریتونو له پاره ترې څه زده کولی شو.»

د آلمان په پارلمان کې د دفاعي کمېټې دغې مشرې وویل چې آلماني پوځ د دغه هیواد د پارلمان یا بودسټاګ له خوا د افغانستان ماموریت ته استول شوی دی، نو له همدې امله پارلمان ځانګړی مسؤلیت لري چې د دغه ماموریت یوه ارزونه او نتیجه ګیري وکړي. 

د دغه هیواد د پارلمان د پوځ په توګه زموږ عسکر غواړي پوه شي چې دغه ماموریت څه لاسته راوړنه لرلې ده: «تر ټولو په لومړي قدم کې موږ د هغوی پوروړي یوو چې خپل عزیزان یي له لاسه ورکړي دي، ټپیان شوي دي او له ټولو هغو کسانو چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی.»

د آلمان پوځ په اوس وخت کې په مزار شریف کې له خپل وروستي پوځي اډې څخه د خپلو پاتې عسکرو په ستنولو بوخت دی. په پام کې ده چې له افغانستان څخه به د آلماني سرتیرو د ایستلو لړۍ د جولای میاشتې په لومړیو کې بشړ شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز