1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې جنگي بې پېلوټه الوتکو ته اړتيا ده»

۱۳۹۹ بهمن ۳۰, پنجشنبه

په آلمان کې په دې اړه بحثونه تاوده شوي دي چې پوځ دي يې په جنگي بې پېلوټه الوتکو سمبال شي. يو سياستوال په افغانستان کې هم د دغه ډول بې پېلوټه الوتکو د کارولو اړتيا ويني.

https://p.dw.com/p/3pWoN
Kampfdrohne des Typs «Heron TP»
انځور: Jose Ruiz/dpa/picture alliance

د آلمان خبري آژانس (ډي پي ای) په حواله د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند د بهرني سياست د برخې کارپوه رودرش کريزه ويتر، د افغانستان ماموريت د دوام له پاره هلته د جنگي بې پيلوټه الوتکو کارول اړين ګڼلي دي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ له «WDR 5» راډيو سره په خبرو کې وويل: «په وسلو سمبالو بې پېلوټه الوتکو پرته د افغانستان د ماموريت دوام بې معنی دی، ځکه چې موږ هلته د خپل ځان د حفاظت له پاره ډېر ځواکونه نه شو درلودلی.» هغه زياته کړه چې يوازې په دغه صورت کې به آلماني عسکر او د هغوی متحدين چمتو وي چې هلته «تر سختو شرائطو» لاندې خپله دنده پر مخ يوسي.

د کريزه ويتر په آند له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل يوه ناسمه لاره ده. نوموړی شک لري چې ګني مدني ټولنه دې په کافي اندازه قوي شوي وي. هغه خبرداری ورکړ: «کله چې نړيواله ټولنه له وخته مخکې ووځي نو ښځې به يو ځل بيا له کړاونو سره مخ شي او د دغه هيواد زیربناوې به ويجاړې شي.»

په اصل کې په پام کې وه چې د می میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځي. خو اوس داسې ښکاري چې تر دې نيټې وروسته به هم په زرونه عسکر په دغه جګړه ځپلي هيواد کې پاته شي.

د ناټو د دفاع وزيران نن، پنجشنبه هم د افغانستان د ماموريت په اړه سلا مشورې کوي.

آلمان: پر ډرونو د وسلو نصب

د آلمان پوځ څه موده وړاندې له اسرائيلو يو شمير بې پېلوټه الوتکې رانيولې او غوښتل یې چې ژر تر ژره وسلې هم پرې نصب کړل شي.

د آلمان پوځ په دې آند دی چي د وسلو لرلو په صورت کي به دغه بې پيلوټه الوتکي د جنګي ماموريت پر وخت د بريد جوګه وي.د انگلا مېرکل په مشرتوب ائتلافي حکومت کي سوسيال ديموکرات ګوند تر مخه پر بې پيلوټه الوتکو د وسلو نصبولو په هکله د ملاتړ اشاره کړې وه. خو اوس ورسره توافق نه لري.

ب. ص/ ن.ز (dpa)