1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې په لومړي ځل فضايي تمرینات پيل کړل

۱۳۹۹ اسفند ۲۰, چهارشنبه

د فرانسې پوځ غواړي په دغه فضايي ماموريت کې د خپلو سټلايټونو پر وړاندې ګواښونو سره د مقابلې له پاره د خپل فضايي مرکز د وړتياو آزموینه وکړي. فرانسه غواړي د نړۍ دريم ستر فضايي ځواک وګرځي، چې دا د دغو پلانونه یوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/3qQNv
Space Shuttle X-37B
انځور: picture-alliance/dpa/NASA/Boeing Phantom Works/Ho

د فرانسې فضايي مرکز په ۲۰۱۹م کال کې جوړ شو چې د پلان له مخې تر ۲۰۲۵م کال پورې به ۵۰۰ کارکوونکي ولري. دغه تمرينات د فرانسې د هغو ستراتيژيکو پلانونو يوه برخه ده چې غواړي ځان د نړۍ دریم تر ټولو لوي فضايي ځواک وګرځوي.

دغه هيواد روانه اوونۍ په فضا کې خپل لومړني تمرينات پيل کړل. له دغو تمريناتو څخه موخه دا ده تر څو فرانسه د خپلو سټلايټونو د دفاعي وړتياوو او د يوې حملې پر وړاندې د هغو د دفاعي سیستم د تجهيزاتو آزموينه وکړي.

د فرانسې د نوي ايجاد شوي فضايي مرکز مشر، مايکل فريدلینګ وويل: دا «زموږ د سیستمونو د ارزونې» تمرينات دي. فريدلینګ زیاته کړه چې دا په خپل ډول کې د «فرانسې د پوځ او حتی د اروپا په کچه لومړني تمرينات دي.»

د دغو فضايي تمریناتو له پاره د «AsterX» (استرايکس) کوډ نوم انتخاب شوی دی. دغه نوم له ۱۹۶۵ راهیسې د فرانسې د لومړني سټلايت په ياد، ورکړل شوی دی. دغه تمرینات به د شبيه جوړنې د ۱۸ واقعو پر اساس په يوه عملیات خونه کې ترسره کيږي.

فريدلینګ د فرانسې له فضايي مرکز څخه چې د فرانسې په سويل لويديځ، تولوز کې واقع دی، خبريالانو ته وويل: «د پيښو يوه لړۍ رامنځ ته شوې چې زموږ د فضايي زیربناو پر وړاندې يې بحراني حالات او يا ګواښونه ایجاد کړي، خو يوازې دا هم نه ده.»

د فرانسې پوځ به د دغو فضايي تمریناتو پر وخت يو خطرناک بالقوې فضايي جسم د يو ګواښ په توګه تر څار لاندې ولري او دغه راز به د خپل سټلايت پر وړاندې پر داسې ګواښونو تمرکز وکړي چې د پام وړ بهرني ځواک درلودونکي دي.

د فرانسې په دغو فضايي تمريناتو کې د آلمان فضايي سازمانونه او د امریکا متحده ايالاتو نوی فضايي ځواک هم برخه اخيستې ده. دغه تمرینات د دوشنبې په ورځ پیل شول چې تر جمعې ورځې پورې به ادامه ولري.

فرانسې په ۲۰۱۹م کال کې د فضايي قواو مرکز (CdE) جوړ او په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵م کال پورې يې د ۵۰۰ په شمیر پرسونل ولري.

د فضايي پروګرام شپږ کلنې دورې له پاره پانګونه به تر ۴ اعشاريه ۳ ميلیارده يورو پورې ورسيږي کوم چې يوه برخه يې د چين او امريکا متحده ايالاتو له خوا مصرفيږي.

adi/aw (AFP, EFE, Interfax)/mks/nz

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ (25.12.2019).