1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمفرانسه

د فرانسې پولیسو یو افغان داعش سره د اړيکو په تور نیولی

۱۴۰۳ مهر ۲۲, یکشنبه

د فرانسې پولیسو یو ۲۲ کلن افغان نیولی چې وايي په امریکا کې ېې له هغه نیول شوي افغان سره اړيکې درلودې چې د امریکا د انتخاباتو په ورځ ېې د حملې پلان درلود. پر دوی شک دی چې د داعش ډلې غړي دي.

https://p.dw.com/p/4ljAm
د فرانسې پولیس
آرشیف - د فرانسې پولیسو یو افغان نیولی چې وايي په امریکا کې د یو بل نیول شوي افغان سره ېې اړيکې درلودی کوم چې پرې د داعش د غړيتوب تور دی انځور: Getty Images/AFP

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د فرانسې د تروریزم ضد څارونوالۍ په یوه اعلاميه کې ویلي چې دفرانسې په سویل لويديځ کې نیول شوي افغان باندې شک دی چې د داعش ډلې ملاتړ کونکی دی.

 زیاته شوې چې دغه کس له هغه ۲۷ کلن افغان سره اړيکي درلودې چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا په اکلاهما کې اف بي آی پولیسو نیولی دی. هغه په دې شک نیول شوی چې غوښتل يې په نومبر کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ انتخاباتو په ورځ د فوټبال په یو لوبغالي یا د سوداګرۍ په یو مرکز کې حمله وکړي.

 له دغې قضيې يوې باخبره سرچينې ويلي دي چې دواړه نیول شوي شکمن کسان وروڼه دي، خو څارنوالانو دغه خبره نه ده تائيد کړي.

 امریکايي چارواکو په امریکا کې د نيول شوي افغان په هکله ويلي دي چې اف بي آی ادارې تشخیص کړې وه چې دغه شخص د تلیګرام شبکې له لارې د داعش ډلې له یوه غړي سره په اړيکه کې وو.

 په فرانسه کې د نیول شوي کس قضيې ته نژدې د فرانسې یوې قضايي سرچينې ويلي چې په مجموع کې درې کسان چې عمرونه ېې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي نيول شوي دي.

 څارنوالۍ ويلي دي چې اصلي تورن په توقیف کې دی او دوه نور نیول شوي کسان بېرته آزاد شوی دي.

(AFP)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب