1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې پارلمان د سیاسي اسلام د ممانعت قانون تصویب کړ

۱۳۹۹ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د فرانسې پارلمان په ۳۵۴ موافقو او ۱۵۱ مخالفو رایو سره له دین څخه د سیاسي هدفونو د وسیلې کار اخیستل جرم وباله. د سیاسي اسلام د انګیزې پربنا هرډول تهدید او یا حمله ۳ کاله حبس او ۷۵ زره یورو جریمه لري.

https://p.dw.com/p/3pTct
Frankreich Moschee in Frejus
په فرانسه کي یو مسجد: زموږ د ارشیف څخه یو عکسانځور: Getty Images/AFP/B. Horvat

د «جمهوریت د ارزښتونو» دغه لایحه د فرانسې پارلمان په مجلس کي په ۳۵۴ مثبتو او ۱۵۱ مخالفو رایو سره تصویب سوه. خو د قانون دغه مسوده باید د مارچ میاشتي په پای کي په سنا کي هم تصویب سي.

د قانون دغه مسوده، چي د جمهوررئیس ایمانویل مکرون په ابتکار او غوښتنه تهیه او تدوین سوې ده، د فرانسې له ارزښتونو سره د اوسیدونکو مسلمانانو د رفتار او کردار اساس بلل سوې ده.

فرانسه په تقریباً ۶ ميلیونو مسلمانانو سره په غربي اروپا کي تر ټولو ډیر مسلمانان لري. د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کي ترهغه وروسته، چي د تاریخ معلم، سامییل پتي د یوه شاګرد له خوا په قتل ورسید، په فرانسه کي د سیاسي اسلام او د هغه د عواقبو پرضد فشارونه ډیر سول.

د «سیاسي اسلام د ممانعت» قانون پراساس باید له درې کلنۍ څخه ټوله کوچنیان په یوه عمومي او په رسمیت پيژندل سوي مکتب کي درس ووايي. په کورونو کي د کوچنیانو تعلیم ته يوازي په استثنايي حالاتو کي اجازه ورکول کیږي.

دولتي مامورین باید مذهبي بې طرفي ولري

د نوي قانون د مسودې پراساس دولتي مامورین باید مذهبي بې طرفي ولري او د سیاسي اسلام د انګیزې پربنا هر ډول تهدید او یا تهاجم کیدلای سي په ۳ کاله حبس او تر ۷۵ زره یورو نقدي جریمې پوري تمامه سي.

سربیره پردې هرخارجي چي دغه قانون تر پښو لاندي کړي، له فرانسې څخه به اخراج سي. د نوي قانون مطابق به کلتوري، اجتماعي او مذهبي اتحادیې تر لا دقیق نظارت او کنټرول لاندي راسي. احتمالي اجباري ودونه به نور هم ډېر تعقیب سي. د قانون نوې مسوده د ښځي او نارینه ترمنځ د حقوقو پر مساوات باندي ټینګار کوي.

مکرون د۲۰۲۰م کال په اکتوبر کي د دغه قانون د مهمو نقاطو د اعلان پروخت په فرانسه کي «مترقي او لیبرال اسلام» ته اشاره وکړه، خو محافظه کارانو او ښی اړخو افراطیانو بیا هم دغه مقررات د اسلام پالني سره په مبارزه کي کافي ونه بلل.

Frankreich Konferenz zur Bekämpfung des Terrors in der Sahelzone - Paris Emmanuel Macron
انځور: Francois Mori/dpa/picture alliance

برعکس بیا چپیانو او د فرانسې ځینو اسلامي اتحادیو دغه قانون«اسلام بیرونه» وباله او هغه یې د مسلمانو په مقابل کي د مخکي له مخکي قضاوت په حیث ارزیابي کړی دی.

فرانسه په تیرو کلونو کي په وارو وار سره د اسلام پالني د انګیزې پر بنأ د ترهګري خونړیو حملو شاهده وه. سکولاریسم ته د فرانسې د ملي هویت په سترګه کتل کیږي او په مکتبونو او نورو عمومي مجالسو کي د بیان ازادي ددغه هویت نه جلاکیدونکې برخه ده.