1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کې دې د اسلامي ترهګرۍ پر ضد بالقوه مبارزه وشي»

۱۳۹۹ آبان ۹, جمعه

د آلمان ښی اړخي ګوند AfD د فرانسې په سویلي ښار نیسه کې تر خونړي برید وروسته، په ځانګړي توګه په آلمان کې د اسلامي ترهګرۍ پر وړاندې د بالقوه مبارزې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3kdSJ
Deutschland Bundestag 45. Sitzung | Aussprache Kanzleretat | Armin-Paul Hampel, AfD
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان په پارلمان کې د AfD (د آلمان له پاره بدیل) ښي اړخي ګوند د بهرني سیاست ویاند ارمین پاولوس هامپل، د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې پر۲۹ نیټه) وویل چې دا نور کفایت نه کوي چې موږ دې په ویرې او لړزه کې پاتې شو. نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: «اوس هغه وخت را رسیدلی دی چې له سره غور وکړو او ځان له حقیقت سره مخامخ کړو. موږ باید درک کړو چې موږ په خپل منځ کې د خپل نړۍ لید، وضاحت، کلتور او خپل باور دښمنانو ته پناه ورکړې ده.»

هغه وویل چې د افغانستان پر ځای زموږ سرتیري باید په اروپا کې «زموږ له ارزښتونو» څخه دفاع وکړي. هامپل اشاره وکړه چې فرانسې په خپل هیواد کې دننه له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره ۷۰۰۰ عسکر ګومارلي دي، هغه د آلمان صدراعظمې څخه پوښتنه وکړه چې «زموږ برخه چیرې ده میرمن میرکل؟»

د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په نیسا کې د چاقو په وسیله د ترسره شوي برید په پایله کې لږ تر لږه درې تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول. بریدګر د پولیسو له خوا ونیول شو. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څارنوالي دغه قضیه څیړي.

فرانسې د تر ټولو لوړې کچې ترهګرۍ د خطر اعلان کړی دی. د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د «اسلامي تروریستي برید» خبره کړې ده.

آژانسونه: ش. ن/ن. ز