1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس په زړه کې د يوه جنايت شپېتمه کاليزه

۱۴۰۰ مهر ۲۵, یکشنبه

د ۱۹۶۱ کال د اکتوبر په ۱۷مه د فرانسې په پلازمینه پاریس ښار کې لسګونو زره فرانسوي او الجزايري اتباع لاريونونو ته راووتل. په لسګونو تنه د پوليسو په ډزو کې ووژل، سخت ووهل يا په سيند کې لاهو کړل شول.

https://p.dw.com/p/41mjB
Frankreich Paris | Emmanuel Macron bei den Gedenkfeierlichkeiten in Colombes
انځور: Rafael Yaghobzadeh/AP Photo/picture alliance

د الجزاير د خپلواکۍ د غورځنګ ملاتړکوونکو شپېته کاله پخوا د پاريس د پوليسو له خوا د لګېدلي ګرځبنديز په وړاندې احتجاج کاوه چې دغه ګرځبنديز په تېره پر »الجزايري مسلمانو کارګرانو«، »فرانسوي مسلمانانو« او »فرانسوي مسلمانانو له الجزاير څخه« باندې لګېدلي وو. کله چې پوليسو له تاوتريخوالي څخه کار واخيست، د ډېرو خلکو وينه تویې شوه.

سعيد وازن چې له ۳۰ زرو سوليزو لاريون کوونکو څخه يو و، د فرانسې په تلويزيون کې د دغې پېښې د شپېتمې کاليزې په درشل کې وويل چې »پوليسو داسې وينه توی کړه او له هر هغه شي څخه يې کار واخيست چې په لاس ورتله، لکه د اوسپنې ډنډې او سوټي.«

Frankreich Demo gegen Algerienkrieg 1961
د ۱۹۶۱ کال تاريخي انځورانځور: United Archives/TopFoto/picture-alliance

د قربانيانو اصلي شمېر تر نن ورځې پورې معلوم نه دی. خو د اټکل له مخې لږ تر لږه په لسګونه او حتی ښايي تر سوونو خلکو پورې، په ډزو ووژل، د مرګ تر حده پورې ووهل يا د سېن په سيند کې غرق کړل شول. تر لس زرو زيات مظاهره چيان يو څو ورځې بنديان هم شول.

«د تصوره لېرې« پېښې په لسيزو پټې وساتل شوې

د فرانسې دولت په لسيزو لسيزو د تاوتريخوالي د کچې او د قربانيانو لوړ شمېر پټ ساتلی وو، چې د قوانينو د لارې يې د خپلواکو پلټنو مخه هم نيوله. لومړنۍ رسمي شمېرې چې خپرې شوې، داسې وې چې ګويا درې تنه لاریون کوونکي وژل شوي وو، وروسته بيا دغه شمېر يوازې شپږو تنو ته لوړ کړای شو.

اېتين فرانسوا يو ۷۸ کلن تاريخپوه او د پېښو د يادونې د کلتور کارپوه دی. هغه وايي چې په دې هکله د هغه وخت په رسنيو کې هيڅ هم نشر نه شول. دی خپله هغه مهال په نانسي ښار کې محصل و او د يوه استاد له خوا يې د پېښې په هکله يو څه واورېدل. د هغه په خبره »د الجزاير د جګړې څخه دومره پوهېدلو چې د الجزاير شرايط سخت او وحشتناک وو، خو دا چې دا حالت به فرانسې ته خپله او پلازمېنې پاريس ته هم رسيږي، هغه مهال د تصور وړ نه وو.«

هغه چارواکي چې دغه خونړۍ پېښه يې تنظيمه کړې وه، تورن نه شول او د فرانسې په حکومت کې يې له خپلو لوړپوړو مقامونو څخه ډېر وروسته هم خوند اخيستو. روژر فری چې د هغه وخت د فرانسې د کورنيو چارو وزير و، د فرانسې د اساسي قانون د شورا رئيس حتی تعین شو. د پوليسو مشر، موريس پاپون په اويايمو کلونو کې بيا د ماليې وزير وټاکل شو.

وروسته له هغه چې الجزاير په ۱۹۶۲ کال کې خپلواکي تر لاسه کړه، د فرانسې په ټولنه کې د دې هيله راپيدا شوه چې »د الجزاير د جنګ لانجه هېره کړل شي.« دغه خبره تاريخپوه فابريس ريسېپوتي کړې ده. ياده تاريخي شخړه يوازې د شلو کلونو راهيسې د فرانسې په تعليمي نصاب کې د کتابونو يوه برخه ګرځېدلې ده، خو په ۱۸۳۰ کال کې د فرانسويانو له خوا په زور او زياتي سره د الجزاير د نيولو او ښکېلاک په هکله د خلکو حافظه تر اوسه ډېره کمزورې ده.