1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکرون: فرانسه له افراطي اسلام سره ستونزه لري

۱۳۹۹ آبان ۱۱, یکشنبه

د فرانسې مسلمانانو د نوتردام پر کلیسا برید ؤغانده، خو د دوی اکثريت افسوس کوي چې یو شمیر فرانسویان ټولو مسلمانانو ته که هغه مجرم وي او که بې ګناه په یوه سترګه ګوري. مکرون د اسلام پالې بیلتون پالنې پر ضد د مقابلې طرحه لري.

https://p.dw.com/p/3kiXu
Präsident Macron im TV zur Corona-Krise
انځور: Ludovic Marin/AFP

د نیس او ټولې فرانسې خلک د غم پر ټغر ناست دي. د فرانسې عقیدوي مسلمانان هم له دوی سره همدردي لري او ترڅنګ یي ولاړ دي. یعنې هغه کسان چې فرانسه خپل دویم هیواد بولي، اساسي قانون ته پابند دي او غواړي په سوله کې ژوند وکړي. که څه هم دوی د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورونو له خپریدو سره موافق نه دي او پر امانویل ماکرون هم نیوکې کوي، خو هر ډول تاوتریخوالی ردوي او غندي یې.

نجمه بن عابد چې په الجزایر کې زیږیدلې ده او د ۳۵ کلونو راهیسې په فرانسه کې ژوند کوي او یوه عقیدوي مسلمانه ده د دویچه ویله خبریال ته یې وویل: «کاریکاتورونه ماته مهم نه دي. هیڅ څوک نه پوهیږي چې د محمد ص شکل څنګه وو، خو د ځینو انسانانو له پاره دردونکې ده. ډیر اسانه دی، ولی له دې کاره لاس نه اخلي؟»

نجمه د ولسمشر مکرون په هکله نرمه لهجه کاروي: «زما په نظر هغه په حقه دی. مونږ باید یو څه وکړو، د بیلګې په توګه ټول هغه کسان چې په غیر قانوني توګه فرانسې ته داخلیږي بیرته یي د دوی هیوادونو ته ستانه کړو.»

د اسلام پالې بیلون پالنې پر وړاندې د مکرون طرحه

د نیس ترور او مخکې تر هغې د ترهګریزو وژنو پر وړاندې د مسلمانانو غبرګون او د بیان د آزادۍ بحث چې په فرانسه کې میشت ډیري مسلمانان یي لکه خپله د فرانسویانو په څیر نه درک کوي او نه یې مني، دې معضلې ته د ځواب پيدا کول لا زیات ستونزمنوي.

Frankreich Demonstration gegen Islamophobie in Paris
په فرانسه کې د اسلاموفوبیا پر ضد مظاهرېانځور: Getty Images/AFP/G. van der Hasselt

مسئله دا ده چې څنګه کیدای شي د تاوتریخوالي د لمن پراخیدو مخه ونیول شي؟ څه باید وکړو چې د فرانسې د مسلمانې ټولنې غړي ځان رادیکاله نه کړي؟ او دا چې په عین وخت کې پر ټولو مسلمانانو غلط ګمان ونه شي یا په بل عبارت تر شک لاندې ونه نیول شي؟

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ځواب «د اسلام پالې بیلتون پالنې ضد» طرحه ده چې نوموړي د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې معرفي کړې وه. هغه اعلان کړی وو چې فرانسه له رادیکال اسلام سره ستونزه لري؛ او له دې مشکل سره باید د زده کړې په برخه کې، جوماتونو او د ټولنو په لا زیات کنترولولو سره مقابله وشي.

مکرون وویل چې سیاسي اسلام په فرانسې کې د سیکولریزم د اصل د پیمالولو په حال کې دی یا په بل عبارت د دین او حکومت ترمنځ د مطلق جلاوالي اصل د تر پښو لاندې کولو په حال کې دی.

د روان کال په سپټمبر میاشت کې د نظر پوښتنې انستیتوت Ifopد نظر سنجۍ د پایلو پر بنسټ، د فرانسې ۴۰ سلنه مسلمانان خپل دیني اعتقادات یا باورونو ته د جمهوریت پر ارزښتونو لومړيتوب ورکوي. دا شمیر بیا په فرانسویانو کې ۱۷ سلنه دی.

په داسې حال کې چې محافظه پاله سیاستوال د مکرون وینا کافي او هر اړخیزه نه بولي، خو کیڼ اړخي سیاسي قوتونه پر هغه نیوکه کوي چې ټول مسلمانان یي یوې څنډې ته کړي او ټول شکمن ګڼي. ډیري مسلمانان هم خواشيني دي چې د فرانسې ولسمشر داسې چلن کړی دی چې ګواکې په ټوله نړۍ کې اسلام له بحران سره مخامخ دی.

په فرانسه کې ډیري ځوان مسلمانان ځانونه د حکومتي قانون تابع ګڼي، کار کوي او مالیه ورکوي. مور پلار یا نیا نیکونه یي فرانسې ته راغلي دي او یا فرانسې هغوی د مهاجرو په توګه منلي دي، څو تر جګړې وروسته د دغه هیواد په بیارغونه کې ونډه واخلي. دغه ځوانان اوس دریم نسل دی چې په دې هیواد کې ژوند کوي او وایي «مونږ هم فرانسویان یو».

دویچه ویله: ش.ن/ن.ص