1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه به يوه مياشت تړلې وي

۱۴۰۰ فروردین ۱۲, پنجشنبه

ولسمشر ایمانویل ماکرون اعلان کړی چي د کرونا سیمه ايز تدابیر به په ټول هیواد کي د یوې میاشتي  له پاره پراخ کړي. هغه د کرونا پرضد مبارزه، له وخت سره مقابله بللې ده.

https://p.dw.com/p/3rTNl
Coronavirus I Lockdown I Frankreich
انځور: Ludovic Marin/AFP/Getty Images

مکتبونه دي خلاص وي او د سیمه ايزو تدابیرو په مرسته دي د کرونا پر وړاندي مبارزه وسي. دا په اول سر کي ددغي پاندیمي پر وړاندي د ماکرون پلانونه ول. خو د کرونا دریمي څپې ته په کتو سره اوس هر څه بل ډول سول.

سر له شنبې ورځي څخه به په ټول هیواد کي هغه دوکانونه چي خلکو ډیره اړتیا ورته نه وي وتړل سي. همدارنگه به پر تگ راتگ باندي هم سخت بندیزونه ولگول سي. د اول وار له پاره به مکتبونه هم وتړل سي.

ولسمشر ماکرون په وار وار سره ټینگار کړی وو چي له دغه شان څخه به د امکان ترحده ډډه وسي. خو اوس باید په ټول هیواد کي درې اونۍ مکتبونه تړلي وي.

په فرانسه کي مکتبونه یوازي د تیر کال په پسرلي کي د سختو تدابیرو د وضعه کولو پر وخت تړل سوي ول. پس له هغه ماکرون اعلان کړی وو چي د امکان تر حده به یې همداسي پرانیستي پرې ږدي.

Coronavirus I Lockdown I Frankreich
انځور: Jean-Francois Badias/AP/picture alliance

په ټوله فرانسه کي به پر تگ راتگ باندي هم سخت بندیزونه ولگول سي. دا په دې معنی چي خلک به د چکر وهلو یا سپورت کولو له پاره له کوره څخه تر ۱۰ کیلومتره زیات لیري کیدو اجازه و نه لري.

همدارنگه د شپې له اوو بجو څخه وروسته هم پر گرځیدو راگرځیدو باندي بندیز لگول کیږي. شرکتونه باید مخ په زیاتیدونکي ډول خپلو مامورینو ته له کوره کارکولو ته زمینه برابره کړي.

ولسمشر ماکرون دا خبره مني چي پر دغه بحراني حالت باندي د برلاسۍ پر وخت یې تیروتني کړي، خو په عین حال کي یې پند هم اخیستی. هغه وویل: «د دغي پاندیمي په هره مرحله کي موږ کولای سو ووایو چي هر څه مو باید په ښه توگه سرته رسولي وای، موږ ځیني تیروتني کړي. دا هر څه حقیقت لري. خو په یوه خبره پوهیږم، هغه داچي موږ دا زده کړه چي هر ځل تر پخوا ښه سوي یوو.»

Coronavirus I Lockdown I FrankreichSzenen wie an diesem 31. März in Straßburg soll es in den kommenden Wochen nicht geben
شتراسبورک د مارچ ۳۱ مه: له خلکو ډکی داسي صحنې به په راتلونکو ورځو کي رامنځته نه سيانځور: Jean-Francois Badias/AP/picture alliance

په فرانسه کي  چی شاوخوا ۶۷ میلیونه نفوس لري، د کرونا ویروس له امله تر اوسه تر ۹۵ زره اضافه انسانان مړه سوي دي. ۵۰۷۲ تنه په عاجلو بسترونو کي پراته دي. په دې ډول د فرانسې د روغتیا وزارت په حواله په دغه هیواد کي له هرو لسو عاجلو بسترونو څخه نهه یې د کرونا په ناروغانو ډک دي.

GP/NZ/DW.Online