1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الازهر: ماکرون د اسلام په اړه «ناسمي څرګندوني کړي»

۱۳۹۹ مهر ۱۴, دوشنبه

ولسمشر ماکرون د «اسلاميستي بېلتون غوښتنې»ضد پاليسۍ د اعلان پر وخت اسلام په ټوله نړۍ کي «بحراني» وباله. دغې وينا د ځينو مسلمانانو غبرګونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/3jSEO
Ägypten Al-Azhar Universität Kairo
انځور: picture-alliance/dpa/AA/A. Ramadan

ايمانويل ماکرون د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر۲مه نېټه) په وينا کي يو داسي پنځه ټکي پلان معرفي کړ چي په وينا يې مقصد به يې له اسلاميزم څخه د فرانسې د لايڅيستي نظام ساتنه وي. نوموړي په خپله وينا کي دا روښانه کړه چي لومړيتوب بايد د آزادي، مساواتو او دموکراسۍ په شان ارزښتونه ولري. هغه وويل چي «اسلام نن په ټوله نړۍ کي د بحران سره مخامخ دی او موږ يوازي دغه وضعيت په خپل هیواد کي نه وينو.»

نوموړي دا څرګندونې له پاريس څخه په ۴۰ کلومترۍ کي واقع کوچني ښار لمورو کي وکړې چيري چي زيات مسلمانان اوسيږي.

د ماکرون په وينا غواړي چي د دې مخه ونيسي چي د فرانسې دننه په لانجمنو ناحيو کي اسلامستي موازي ټولنې رامنځ ته سي: «موږ دا نه سو منلای چي نارينه و مېرمنو ته د لاس ورکولو څخه انکار وکړي.» هغه زياته کړه: «موږ نه سو زغملای چي ماشومان ښوونځي ته نه لېږل کيږي.» ماکرون د جبري ودونو او له واده څخه مخکي د باکره توب شرط د نه منلو وړ وباله.

ماکرون وويل چي نه غواړي پر اسلام ټاپه ولګوي، بلکي غواړي له هغو څخه ځان وژغوري چي له اسلام څخه يې يوه سياسي پروژه جوړه کړې ده. د هغه په وينا اسلامي بېلتون غوښتنه د فرانسوي ريپبلک له ارزښتونو سره په ټکر کي ده. د ماکرون په وينا غواړي د روان عيسوي کال په دسمبر مياشته کي يو داسي قانون معرفي کړي چي د ۱۹۰۵م کال هغه قانوني اساس قوي کړي چي په نتيجه کي يې په فرانسه کي دولت او دين سره جلا کړل سول.

په فرانسه کي نژدې ۶ ميليونه مسلمانان دي او په دې توګه د هيواد دويم لوی دين دی.

Frankreich | Präsident Emmanuel Macron
د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرونانځور: Lewis Joly/AP Photo/picture-alliance

د مسلمان عالمانو غبرګون

په پاريس کي د لوی مسجد خطيب شمس الدين حافظ پر دې نيوکه کړې چي ګواکي د بېلتون غوښتنې په موضوع کي په فرانسه کي ژوند کوونکي ټول مسلمانان ورګډ کړل سوي دي. هغه ويلي: «هغه کسان باور لري چي ګواکي اسلام او اسلاميزم يو شی دی، په دې دي پوه وي چي په اصل کي د مسلمانانو د دين او د اسلاميزم د مفکورې تر منځ يو فرق سته.» د نوموړي دغه تبصره د «لې موند» په ورځپاڼه کي راغلې ده.

د مصر په پلازمېنه کي د اسلامي علومو له مرکز الاظهر پوهنتون څخه د ماکرون په وينا سخت غبرګون تر رسنيو رسېدلی دی. د دغه پوهنتون په غبرګون کي د ماکرون څرګندونې «له کرکي ډکه وينا» بلل سوې ده.

د الازهر مرکز د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر ۳ نېټه) په خپله يوه اعلاميه کي د ماکرون د وينا په هکله ويلي: « هغه پر اسلام داسي ناسم تورونه لګولي دي چي په اصل کي د اسلام د اساساتو سره هيڅ اړيکه نه لري.»

په اعلاميه کي زياته سوې ده چي«داسي د نژادپالنې څرګندونې به د دو ميلياردو مسلمانانو احساسات مجروح کړي.» د دغې اعلاميې په وينا د ماکرون دا څرګندونې به د رغنده ديالوګ د مخنيوي لامل سي.

د الازهر لوی مفتي احمد الطيب پر خپله ټويټر پاڼه په دې هکله خپله غوسه وښوده چي ګواکي بعضي لوېديځ چارواکي په بېباکۍ سره د «اسلامستي ترهګرۍ» لغت استعمالوي بېله دې چي اثراتو ته يې پام وکړي. د هغه په وينا دا ډول الفاظ د دين او د هغه د پېرويانو «د سپکاوي» معنی ورکوي او د چارواکو او عامه پېژندل سوو کسانو او روڼ آندو له خوا يې له دا ډول د الفاظو کارولو څخه خبرداری ورکړ.

د ترکيې غبرګون

ترکيې د يکشنبې په ورځ پر هغه قانون تنقيد وکړ چي په فرانسه کي به رامنځ ته کيږي او مقصد به يې له توندلاري اسلام څخه د سيکولر اساسي قانون دفاع وي.

د ترکيې د بهرنيو چارو له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي: «موږ په دې باور يو چي دغه قانوني مسوده به خرابي جدي پايلي ولري د دې پر ځای چي د فرانسې ستونزي ورحل کړي.»

په اعلاميه کي زياته سوې چي «ديني موضوعاتو به وړاندي له امنيتي ليدلوري لرونکي چلن» پر ځای« د رغوونکي مباحثې» رامنځ ته کول بهتره وي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کي مخ اندېښنه ښودل سوې چي په فرانسه کي دا ډول کوښښونه به په اروپا کي د نژادپالنې او اسلام سره ضديت ستونزي لا زياتي کړي.

ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يوانځوريز مطلب (02.08.2019):