1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په ننګرهار کې څلور طالبان وژل شوي

۱۴۰۰ مهر ۱۴, چهارشنبه

په ننګرهار کې سرچینې او رسنۍ وايي چې په دغه ولایت کې څلور طالبان وژل شوي دي. د سرچینې په خبره، دوه طالبان په ښار کې د مالیې د راټولولو پرمهال وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/41LBF
Afghanistan I Selfie mit Taliban in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

په ننګرهار کې ځايي رسنيو او ځینو سرچينو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اکتوبر۶) ویلي دي چې په دغه ولایت کې څلور تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي. یوې سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط د آلمان خبري آژانس یا ډي پي اې ته ویلي چې دوه طالب جنګیالي په ښار کې له دوکاندارانو څخه د مالیې د ټولولو پرمهال وژل شوي دي.

په دې پیښه کې درې تنه نور ملکیان هم ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې، نا معلومو بریدګرو له سیمې څخه تر تیښتې وړاندې د طالب جنګیالیو پاتې وسلې هم له ځانه سره وړي دي.

په عین حال کې د ننګرهار په خیوه ولسوالۍ کې د شپې پرمهال د سړک غاړې ماین چاودنې بیا د یادې ولسوالۍ له پاره د طالبانو د مسوول موټر په نخښه کړی دی. یادې سرچینې ویلي دي چې په دې پیښه کې د طالبانو مسئول ټپي شوی، خو دوه وسله وال طالبان بیا وژل شوي دي.

بل لوري ته بیا په لغمان کې ځايي رسنۍ وايي چې په دې ولایت کې یو دینې عالم وژل شوی دی. تر اوسه پورې د یادو پیښو مسئولیت کوم شخص یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د افغانستان په شرقي ولایتونو کې بمي چاودنې او وژنې ډیرې شوي دي. طالبان هم بیا د یادو بریدونو او چاودنو په هکله څه نه وايي خو وايي چې په افغانستان کې یې د داعش ډلې پرضد خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی دی.

همدا نن د چهارشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د کابل ولایت په مربوطاتو کې یې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو پر ضد عملیات کړي دي چې په پایله کې یې د داعش ډلې څلور غړي نیول شوي دي.