1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: د فرانسې پخوانی ولسمشر سارکوزي په بند محکوم سو

۱۳۹۹ اسفند ۱۱, دوشنبه

نيوکولاس سارکوزي ۹ کاله مخکي د ايليزې ماڼۍ خوشي کړه. خو اوس په يوه زړه قضيه کي هغه پړ بلل سوی او په بند محکوم سو.

https://p.dw.com/p/3q3xc
Frankreich | Urteil im Prozess gegen Nicolas Sarkozy
نيکولاس سارکوزيانځور: Michel Euler/AP Photo/picture alliance

د فرانسې پخوانی ولسمشر، نيکولاس سارکوزي په دره کاله بند محکوم سو. پر نوموړي د رشوت او د اختياراتو د ناسمې کارونې تورونه لګول سوي ول.

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي نوموړي ته د درې کلن بند سزا د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱ کال د مارچ لومړۍ نيټه) اعلان سوه.

د راپور له مخي د محکمې په فيصله کي راغلي دي چي له درې کلن بند څخه دوه کاله د ضمانت وړ دي. اټکل کيږي چي دغه ۶۶ کلن سياستوال ښايي زندان ته ونه لېږدول سي او په خپل کور کي به تر برېښنايي څار لاندي خپله دغه سزا بشپړه کړي.

محکمې د سارکوزي تر څنګ د هغه اوږدمهال وکيل، تيري هېرڅوک او حقوقپوه ګيلبېرت ازيبېرت ته هم د درو درو کالو بند سزاوزي اورېولي دي چي ورڅخه دوه دوه کاله يې تعليقي دي.

د څارنوالۍ د ۲۰۱۴م کال د تورونو له مخي سارکوزي د خپل وکيل هيرڅوګ او حقوقپوه ازيبېرت له لاري کوښښ کړی وو چي د تحقيق سره تړلي محرم معلومات ترلاسه کړي. په رسمي تور کي راغلي دي چي په خپل دغه چلن سره سارکوزي د عدليې خپلواکي ته ګواښ پېښ کړی.

محافظه پال سارکوزي له ۲۰۰۷ څخه ۲۰۱۲م کاله پوري د فرانسې ولسمشر وو. نوموړي د تير ميلادي کال په پای کي د محکمې مخي ته ورباندي لګول سوي تورونه بې بنياده بللي ول.

په خپله سياسي کړۍ کي هغه تر اوسه پوري يو بانفوذه شخص بلل کيږي که څه هم چي په رسمي توګه هغه کوم سياسي مقام دمګړی نه لري.

دا لومړی ځل نه دی چي د فرانسې يو ولسمشر محاکمه کيږي. له دې مخکي په ۲۰۱۱م کال د سارکوزي څخه مخکنی ولسمشر، ژاک شيراک دوه کاله تعليقي بند وليد. پر هغه تور وو چي د پاريس د ښاروال په توګه يې اختلاس کړی وو.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(28.01.2017):