1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پخوانۍ افغاني پوليسي د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي»

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چي له هغه خت راهيسي چي طالبان بيا واک ته رسېدلي دي،د پولیسو ډېری پخوانۍ کارکوونکې په سخته بیره کي ژوند کوي. ځیني وخت هغوی ته له ډېر نژدې څخه گواښونه متوجه وي.

https://p.dw.com/p/4lc0S
په افغانستان کې ښځينه پوليسانې
آرشيف انځور، افغان ښځينه پوليس چارواکېانځور: Reuters

د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسي د افغان پولیسو پخوانۍ کارکوونکې په پرله پسې ډول له بیري او گواښونو سره مخامخ دي. دغه خبره په امریکا متحده ایالاتو کې میشت د بشري حقونو سازمان (هیومن رایټس واچ) په یوه رپوټ کي کړې ده. 

د نوموړي رپوټ په حواله دغه ښځې وايي چي څرنگه گواښوونکي تیلیفونونه ترلاسه کوي او یا هم طالبان څرنگه په زورزیاتي سره د هغوی کورونه پلټي. په عین وخت کي دغه پوښتل سوي ښځي په خپلو کورونو کي د هغوی پر وړاندي د مخ په زیاتیدونکي تشدد په هکله هم خبري کوي، دا ځکه چي کورنۍ یې پخوا لا د پولیسو په توگه د هغوی له دندې سره مخالفت کاوه.

د بشري حقونو د څار سازمان په حواله د طالبانو تر واکمنۍ لاندي یوازي په ډیرو لږو څانگو کي لکه چک پاینټونو او یا هم ښځینه زندانونو کي پولیسې په کار گومارل سوي دي.

ډېري پخوانۍ کارکوونکې نورو ځایونو او یا هم گاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي. یوازي یوه کوچنۍ برخه یې په هغو لوېدیځو هیوادونو کي منل سوې ده چي له ۲۰۲۲م کال روسته یې د افغان ښځینه پولیسو استخدام او روزنې ته وده ورکړې او تمویل کړې یې ده.

هیومن رایتس واچ: له ښحینه پولیسو سره دوه گونی خیانت

د بشري حقونو سازمان په خپل رپوټ کي همدارنگه په پخواني حکومت کي چي لوېدیځ يې ملاتړ کاوه، د افغان ښځینه پولیسو د سیستماتیکي جنسي زهيرونو په هکله هم یادونه کړې ده.

په هیومن رایتس واچ کي د افغانستان د چارو کارپوهې فرشته عباسي، ویلي دي:«له افغان ښځینه پولیسو سره دوه گونی خیانت سوی دی، لومړی پخواني حکومت له دغو ښځو سره له کنتروله وتلي جدي جنسي تیري ته اجازه ورکړې وه او بیا د هغو هیوادونو له خوا چي دغه ډول ناوړه گټه اخیستنه یې له پامه غورځولې وه او دې ته نه وه آماده چي د خوندیتوب په لټه کي دغه ښځې راوباسي او هغوی ته پناه ورکړي.» 

GP/NZ/AG