1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امریکایي اتباعو ایستل يو تر ټولو ستونزمن ماموریت دی»

۱۴۰۰ مرداد ۳۰, شنبه

د امریکا ولسمشر اعتراف کوي چې په دومره لوړه کچه د امریکایانو د ایستلو پر مهال تل د زیان خطر موجود وي. تر اوسه پورې دا هم معلومه نه ده چې د طالبانو د نوي حکومت جوړښت به څنګه وي او کومې ډلې به په کې شاملې وي.

https://p.dw.com/p/3zIsb
USA I Joe Biden
انځور: Susan Walsh/AP/picture alliance

د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرو پر مهال وویل: «د تاریخ د تر ټولو لوی او ستونزمن (د اتباعو د ایستلو) هوایي ماموریت په ترڅ کې د اګست له ۱۴ نیټې څخه تر اوسه پورې له ۱۳۰۰۰ ډیر کسان له افغانستان څخه ایستل شوي دي. هر امریکایي تبع چې غواړي بیرته امریکا ته را ستون شي هغه به مونږ هرومرو راوړو.»

د امریکا ولسمشر خپل د رخصتۍ موده را لنډه او بیرته ستون شوی دی. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکایي پوځ له افغانستان څخه له ۵۰ زرو تر ۶۵ زرو پورې د خپلو متحدینو د اتباعو را ایستلو په برخه کې هم همکارۍ ته ژمن دی «خو د امریکایي اتباعو را ایستل مونږ ته لومړيتوب لري.»

بایډن وویل: «باید په غلط فهمۍ کې پاتې نه شو، د اتباعو د را ایستلو دا ماموریت خطرناک دی. په دې کې زمونږ وسله والو ځواکونو ته هم خطرونه شامل دي او دا په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې ترسره کیږي.»

د امریکا ولسمشر د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا په تاریخ کې د هوا له لارې د اتباعو د را ایستلو تر ټولو لوی او ستونزمن ماموریت دی. زه دا ژمنه نشم کولی چې نتیجه به یې څه وي او یا دا به پرته له کوم زیان څخه ترسره شي. خو د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قوماندان په توګه تاسې ته دا ډاډ درکولی شم چې مونږ به د دې کار د عملي کولو له پاره خپل ټول امکانات په کار واچوو.»


د امریکا ولسمشر وویل چې طالبان د بهرنیو اتباعو د وتلو په برخه کې هیڅ ډول خنډ نه رامنځته کوي او هر څوک چې امریکایي پاسپورت لري هغوی ته هوایي ډګر ته د ورتګ اجازه ورکوي.

خو همدا د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۰مه) د امریکا دفاع وزیر لوایډ آستن ویلي و چې طالبانو هغه امریکایي تابعیت درلودونکي هم وهلي او ټکولي دي چې له افغانستان څخه یي د وتلو هڅه کوله او یا کوي.

د طالبانو راتلونکی اقدام به څه وي؟

Afghanistan Bildergalerie Kabul Flughafen Evakuierung
بایډن ویلي دي چې له افغانستان څخه د خپلو او خپلو متحدینو د اتباعو را ایستلو په برخه کې مرسته کووانځور: AFP

د طالبانو د رهبرۍ غړي اوس هم په کابل کې د نوي حکومت د جوړښت په هکله په سلا مشورو اخته دي. څو ورځې مخکې د طالبانو یوه مشر ویلي وو چې راتلونکی نظام به جمهوري نه وي، بلکې کیدای شي د شورا شکل ولري.

که څه هم طالبانو ویلي دي چې راتلونکی نظام به ټول شموله وي، خو تر اوسه پورې دا لا څرګنده نه ده چې په دې حکومت کې به له طالبانو پرته نورې کومې ډلې یا اړخونه شامل وي.

د ناټو دریځ

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي د افغانستان روان بحراني وضعیت ته په کتلو له دغه هیواد سره خپلې ټولې مرستې ځنډوي. ناټو د افغانستان له راتلونکي حکومت څخه نړیوالو مسئولیتونو ته د ژمن پاتې کیدو غوښتنه کړې ده.

ناټو په افغانستان کې د داسې یوه ټول شموله حکومت د تشکیل هیله کړې ده چې د ښځو ترڅنګ په کې د ټولو اقلیتونو وګړي ځان وويني.

په دغه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي دي چې د بهرنیو اتباعو ترڅنګ هغه افغانان چې غواړي له هیواد څخه ووځي، هغوی ته دې هم د امنیت په فضاء کې د وتلو زمينه مساعده کړای شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا