1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانګرس ته وړاندې شوی رپوټ؛ پر افغانستان به یې اغیز څه وي؟

۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان د مطالعاتو ډلې په یوه رپوټ کې ویلې دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه دې وغځول شي. دغه نوی رپوټ به د افغان سولې پر بهیر څه اغیز ولري؟

https://p.dw.com/p/3osp4
Katar Doha Unterzeichnung Abkommen USA Afghanistan  Taliban Zalmay Khalilzad Abdul Ghani Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sayed

د "افغانستان د مطالعاتو ډلې" د امریکا متحده ایالاتو کانګرس په سپارښتنه جوړ شوي په خپل تازه رپوټ کې غوښتنه کړې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نیټه دې وغځول شي. دغه ډلې یاد رپوټ د متحده ایالاتو د کانګرس په غوښتنه چمتو کړی چې د دواړو ګوندونو ملاتړ ورسره دی.

د افغانستان د مطالعاتو ډلې په رپوټ کې د افغانستان وضعیت ارزول شوی چې پربنسټ یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د کورنیو جګړو او د سیمې د بې ثباتۍ او همداشان د القاعدې د ګواښ د بیا راژوندي کیدو له احتمال څخه یادونه شوې ده.

د طالبانو خبرداری

خو طالبان خبرداری ورکوي چې د دوحې تړون له بشپړ تطبیق پرته بله هیڅ لار نشته.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی پر انټرنټ پاڼه د "ورځې خبره" تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ویلي دي چې افغانان نور په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون ته چمتو نه دي.

«د دوحې تړون له تعمیل پرته بل هیڅ مناسب بدیل نشته، دا تاریخي تړون ترټولو ښه فرصت دی چې باید دواړه اړخونه ورته ژمن واوسي او د افغانستان شل کلن بلکي څلویښت کلن، کړکیچ د اشغال په خاتمې سره پای ته ورسول شي او ځای یې تلپاتي سوله ونیسي.»

هاخوا یوشمېر افغان چارواکي د بهرنیو ځواکونو د پوځي شتون اوږدیدو ته تر یوه بریده هیله من ښکاري.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان ملي تلویزون سره په خپله وروستی مرکه کې ویلي دي چې طالبانو له سیاسي اړخه بایللې او دا ځل له پوځي اړخه هم له ماتې سره مخامخ کیږي.

امرالله صالح یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان سولې بهیر کې هیڅ یو ارزښت باید له پامه ونه غورځول شي. 

نوموړي وروستي چمتو شوي رپوټ ته په اشارې سره وویل: «د دې بهیر یوه تشه دا ده چې پکې د ځواکونو وتلو ژمنه شوې وه له دې پرته چې له شرایطو سره ربط ورکړل شي. په دې رپوټ کې راغلي چې د ځواکونو وتل باید نیغ په نیغه د وضعیت له څرنګوالي سره تړاو ولري، که چېرې طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او مونږ یوه سیاسي توافق ته نه رسیږو نو د ځواکونو وتل باید وځنډول شي.»

امرالله صالح افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر په اړه وايي چې له نړېوالې ټولنې یې هیڅ وخت د دې غوښتنه نه ده کړې چې خپل څومره سرتیري دلته پریږدي.

د صالح په خبره اوس په ډېرو برخو کې افغانستان او نړېواله ټولنه ګډې ګټې لري: «مشترکې ګټې ساتل کیږي، دا مهمه نه ده چې له نړېوالې ټولنې سره دغه یوشان ګټې په یو عسکر ساتل کیږي او که په ۴زره، اوس له نړۍ سره زمونږ د اړیکو څرنګوالی مهم دی.»

د صالح په وینا د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون له ګڼو نیمګړتیاوو ډک دی چې افغان حکومت ته د منلو نه دی. خو د چارو شنونکي بیا دغه ډول څرګندونې د جګړې اور ته د لمن وهلو په مانا بولي.

سیاسي شنونکي جمشید صوفي زاده دویچه ویله ته وویل چې اوس طالبان هغه پخوانۍ وسله واله ډله نه ده بلکې اوس د نړۍ د  زبرځواکونو ملاتړ له ځان سره لري: «طالبان هغه نړېوال ملاتړ چې اوس یې لري ښايي په نویو برېدونو لاس پورې کړي او وضعیت له دې پسې خراب کړي.»

طالبانو وروسته له هغې چې د جوبایدن ادارې څو جګپوړو چارواکو د دوحې تړون له سره د ارزولو خبره کړې روسیي او ایران ته سفرونه کړي.

ایا طالبان په سیاسي او پوځي ډګر کې پاته راغلي؟

د بریا او شفافیت لار بنسټ مشر بریالی حقجو د امرالله صالح پر دغو څرګندونو چې ګواکې طالبان په سیاسي او پوځي ډګر کې مات شوي نېوکه وکړه: «طالبان همدااوس د افغانستان په ډیره جغرافیه واک لري او په سیاسي ډګر کې یې تاسو ګورئ هغه زبرځواک چې شل کاله یې طالب ترهګر باله او ورسره جنګېدل اوس یې تړون ورسره کړی او لوی امتیاز یې ورکړی.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دوی د کانګرس په غوښتنه چمتو شوی رپوټ «مطالعه کړی او د هغې د موندنو او سپارښتنو هرکلي کوي.»

د ۲۰۲۰ م کال د دوحې په توافقنامه کې طالبانو د امريکايي ځواکونو د وتلو په مقابل کې ژمنه کړې وه چې تاوتريخوالی به کموي، له القاعدې سره به اړيکي پرې کوي او له افغان حکومت سره به خبرو ته حاضريږي.

اسماعیل شاکر – کابل