1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
چین

د ډوبې شوې چینایې کښتۍ ټول پرسونل لادرکه دی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه

د چین يوه کب نیوونکې کښتۍ چې ۳۹ کسان پکې موجود ول، په هند سمندر کې ډوبه شوې ده. تر اوسه پورې په دغه کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې د هیڅ یوه درک هم نه دی معلوم شوی.

https://p.dw.com/p/4RUz1
Chinesisches Fischereischiff
انځور: Joshua Goodman/AP Photo/picture alliance

د چین دولتي رسنۍ «سي سي ټي وي» د چهارشنبې په ورځ اطلاع ورکړه چې د دغه هیواد د کب نیوونکو یوه کښتۍ د هند سمندر په وسط کې ډوبه شوې ده. د چارواکو په وینا د کب نیونې دغه کښتۍ د سه شنبې په سهار وختي شاوخوا ۳ بجې په اوبو کې ډوبه شوې ده.

هند او پاکستان د خپلو اتومي شتمنيو او بندیانو نوملړ تبادله کړې

د دولتي رسنیو په حواله د «لوپینګ یوانیو ۰۲۸» کښتۍ د شاونډونګ ایالت کې د پينګلائې کمپنۍ ملکیت و. په کښتۍ کې ۱۷ چینایي، ۱۷ انډونیزیایي او پنځه فیلیپيني اتباع سپاره ول چې ټول لادرکه دي.

China Philippinen Konflikt um Fischergebiete im Südchinesischen Meer
په کښتۍ کې ۱۷ چینایي، ۱۷ انډونیزیایي او پنځه فیلیپيني اتباع سپاره ولانځور: Reuters/E. De Castro

د چین دولتي رسنۍ «سي سي ټي وي» ویلي: «تر اوسه پورې د لادرکه کسانو په اړه هیڅ ډول معلومات نه دي ترلاسه شوي.» د دغې رسنۍ په حواله ولسمشر شي جن پنګ د دغو کسانو د لټون او مرستې عملیاتو امر کړی دی.

د لټون عملیات جریان لري

د «سي سي ټي وي» په حواله د استرالیا او یو شمیر نورو هیوادونو مرستندویه ټیمونه لادمخه د پيښې ځای ته رسیدلي دي او چین د دغو عملیاتو له پاره دوې بیړۍ ګومارلي دي.

د چین د سمندري لټون او ژغورنې مرکز لادمخه د پيښې په اړه اړونده هیوادونو ته اطلاع ورکړې وه او د بهرنیو چارو وزارت په استرالیا، سريلانکا، مالدیپ، اندونیزیا، فیلیپين او نورو هیوادونو کې خپلو استازولو ته دنده سپارلې وه چې د لټون او مرستې کارونه دې له اړونده هیوادونو سره هم غږې کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز