1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هنري اثارو يوې مجموعې تر يو ميليارد ډالرو زياته بيه لرلې

۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

دا يو اصلي رېکارډ دی. په ۲۰۱۸ کې مړه شوي د مايکروسافټ د يوه بنسټګر هنري اثارو تر يو ميليارد ډالرو زياتې پيسې راوړې دي. دغه خبره د ليلامۍ خوني کړې ده.

https://p.dw.com/p/4JIxo
انځور له آرشيف څخه
انځور له آرشيف څخهانځور: Emmanuel Dunand/AFP/Getty Images

د پاول آلن د هنري مجموعې پنځه اثار هر يو تر سلو ميليونو ډالرو په لوړه بيه خرڅ شوي دي. د کريستيس په نوم د ليلامۍ خونې په حواله به دغه ټولې پيسې چې تر يو ميليارد ډالرو اوړي، د خيريه کارونو له پاره بسپنه شي.

تر ټولو ګران اثر د فرانسوي انځورګر، ژورژ سورا يوه تابلو وه. هغه د پونتيليزم د دورې اصلي شهکار بلل کيږي چې په ۱۴۹ ميليونو ډالرو وپلورل شو.په لندن کي یوه تابلو په تقریبأ ۲۱ ملیونه یورو خرڅه سوه

د پاول سېزان يو انځور په ۱۳۷ ميليونو ډالرو وپلورل شو چې د دغه فرانسوي انځورګر له پاره هم نوی رېکارډ دی. د وينسنټ فان ګوخ او ګوستاف کليمت له انځورونو سره هم نوي رېکارډونه په لاس راغلل.

سره له دې چې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نومبر۹) له ۱۵۰ اثارو څخه يوازې ۶۰ خرڅ شوي ول، او ليلامي به د پنجشنبې په ورځ هم دوام ولري، خو تر لاسه شوی ارزښت د پخوانيو شخصي ليلاميو له عايداتو څخه اوس لا اوښتی دی.د پیکاسو یوه نقاشي په ۱۰۳ مليون ډالرو وپلورل سوه

د مثال په ډول د امريکايي جوړې، هېري او ليندا مک لوف د شخصي مجموعې له پاره ټول ټال ۹۲۲ ميليونه ډالر تر لاسه شوي ول.

د مايکروسافټ شرکت بنسټګر پاول آلن په ۲۰۱۸م کال کې د ۶۵ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له وجې مړ شوی وو. نوموړي په ۱۹۷۵م کال کې له بيل ګېټس سره يو ځای د کمپيوټري نرم افزارو مايکروسافټ شرکت تاسيس کړی وو.

په ۱۹۸۳م کال کې دی د روغتيايي دلايلو او له ګېټس سره د ترينګلتيا له کبله له مايکروسافټ شرکت څخه ووت، خو د متشبث او پانګوونکي په توګه يې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړ.

له ګېټس سره د ستونزو سربېره يې د ګېټس له خوا د رامنځ ته شوي »ګيوُينګ پلېج« په نوم د يوه کمپاين ملاتړ وکړ چې له مخې يې بايد

ده د خپلې شتمنۍ لويه برخه د بسپنو په توګه وېشلې وای.

اې اف پي./ن.ص./ن.ز.