1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا: د «دي لیډي آف هیون» فلم ولې شخړیز شو؟

۱۴۰۱ خرداد ۱۹, پنجشنبه

د مسلمانانو ټولنه وایي چې پر فاطمه (رض) جوړ فلم «دي لیډي آف هیون» د فرقه ایزې آیډیالوژۍ پر بنسټ جوړ شوی او د اسلامي ټولنې له پاره سپکاوی دی. د مسلمانانو تر اعتراض وروسته د بریتانیې سینماګانو د دې فلم نمایش لغوه کړ.

https://p.dw.com/p/4CTl5
Cineworld Filiale Logo Schriftzug
انځور: Mike Egerton/empics/picture-alliance

د بریتانیا د سینما تر ټولو سترې تصدۍ «سین ورلډ» د اسلام د پيغمبر د لور بي بي فاطمه رضی الله تعالی عنها، په هکله د «دي لیډي آف هیون» یا د جنت میرمنې په نوم د فلم د نمایش د لغوه کولو پریکړه کړې ده.

د مسلمانانو مشهورې ټولنې «مسلم کونسل» دغه فلم توهین آمیزه بللی و او تر نمایش مخکې یې مسلمانو ټولنو د یو شمیر سینماګانو مخې ته اعتراضي مظاهرې کړې وې.

سین ورلډ په نړۍ کې د سینما تر ټولو دویم لوی زنځیري شبکه ده چې اعلان یي کړی دی چې د امنیتي اندیښنو له کبله د بریتانیې په هرځای کې د «دي لیډي آف هیون» فلم نمایش یي لغوه کړی دی.

د سین ورلډ سینما یوه ویاند ویلي دي: «د یو شمیر وروستیو پيښو له امله یي د خپل پرسونل او مراجعینو د خوندیتوب په خاطر په ټول هیواد کې د دې فلم د نمایش د لغوه کولو پریکړه کړې ده.»

تر دې پریکړې مخکې د بریتانیا په مختلفو ښارونو کې د دې فلم د نمایش او خپرولو پر ضد مظاهرې شوې وې. په دې ارتباط په یوه آنلاین ویډیو کې لیدل کیږي چې په شمالي بریتانیا کې د سین ورلډ منیجر د مظاهره کوونکو یوې ډلې ته وایي چې د فلم نمایش ځنډول شوي دي. دې ته ورته یوې بلې مظاهرې کې په برمنګهم او شمالي سیمه بولټن کې د سین ورلډ تیاترونه په نښه شوي ول.

پر فلم اعتراض

د «دي لیډي آف هیون» دا لومړۍ داسې سریالي فلم دی چې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد ص د لور پر ژوند جوړ شوی دی. په دې فلم کې د روانې پيړۍ د ترهګریزې ډلې داعش چې ځان «اسلامي دولت» بولي او د سني عقیدې د یو شمیر مهمو تاریخي شخصیتونو ترمنځ د پرتلنې کولو هڅه شوې ده.

د دوی پر انټرنټ پاڼې د دې فلم خلاصه څه دا ډول لیکل شوې ده: «د اسلام د پيغمبر حضرت محمد ص د لور حضرت فاطمه زړه بوګنونکی سفر... ۱۴ سوه کاله وروسته یوه عراقي ماشوم ته، په جګړه ځپلي هیواد کې، د صبر د اهمیت او غښتلتیا درس ورکوي.»

د فلم پیل پر عراق د داعش له برید سره کیږي او په هم هغه لومړۍ صحنه کې د یوه ویروونکي قتل منظر ښودل شوی دی. دا چې د اسلام په دین کې د مذهبي شخصیاتو انځورول منع دي، نو د فاطمه رض مخ نه دی ښودل شوی او یوازې تور نقاب لیدل کیږي.

د دې فلم یو ټریلر د ۲۰۲۰م کال په دسمبر میاشت کې پوسټ شوی و، چې پر یوټیوت تر ۳ میلیونه ډیر وارې کتل شوی و، خو پر دې د تبصرې لیکلو اجازه نشته او هغه تڼۍ بنده ده.

خو په بریتانیا کې مسلمانو ټولنو د دې فلم ډیر شدید مخالفت کړی دی. تر ۱۲۰ زرو ډیرو خلکو دا فلم د «توکمپالنې» پر بنسټ بللی او په انلاین ډول یې د خپرولو پر ضد لاسلیکونه را ټول کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز