ملګري ملتونه: نړۍ دې افغانستان يوازې نه پريږدي
۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبهله ژنيو څخه د فرانسې خبري آژانس په حواله، فليپو ګراندې دغه څرګندونې په ژنيو کې د افغانستان په اړه د دوه ورځني کنفرانس څخه د مخه چې نن دوشنبه پيليږي په يوه اعلاميه کې کړي دي.
هغه دغه خبرې په داسې وخت کړي دي چې تر دې وړاندې يې له تاوتريخوالو سره د مبارزه په برخه کې له آسیايي ملتونو سره کتلي وو او په عين وخت کې د امريکا متحده ايالاتو په مرسته د افغانستان د سولې مذاکراتو هڅې هم روانې دي.
ګراندي ويلي دي چې د افغانستان د خلکو راتلونکې د سولې د مذاکراتو له نتيجې، په ژنيو کې د مرستندويه هيوادونو له دوه ورځني کنفرانس او دغه راز د افغانستان د پرمختک په برخه کې د نړيوالې ټولنې له کړو ژمنو سره تړاو لري.
ګراندي په يوه اعلاميه کې خبرداری ورکړی: «په دواړو برخو کې د بریا نه ترلاسه کيدل به د دې سبب شي چې افغانستان له «سخت ناورین» سره مخ شي، چې په دې منځ کې به د بيځايه شويو شمير هم لوړ شي.»
هغه زياته کړې، د روان کال په جريان کې ۳۰۰ زره افغانان د جګړو له امله خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي، چې دوی «شديدو بشري» مرستو ته اړتيا لري.
ورته مرستې، نژدې ۳ ميليونه پخوانيو بېځایه شويو او ۹ ميليونه هغو افغانانو ته هم ډيرې ضروري دي، کوم چې د کرونا بحران له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
ګراندي دا هم وويل، مهمه ده تر څو د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات يوې مثبتې نتيجې ته ورسيږي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امريکا په مشرۍ د پوځې حمله په نتيجه کې له منځه ولاړ چې تر هغه راوروسته دغه ډله د افغانستان حکومت سره په جګړه بوخته ده.
امريکا او طالبانو د روان کال په فبرورۍ مياشت کې يو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه له افغانستان وځي. په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو موضوع هم د دغه تړون يوه برخه ده، خو په دغو مذاکراتو کې لا تر اوسه ښکاره پرمختک نه دی رامنځ ته شوی. د امريکا ولسشمر دونالد ترمپ روانه اوونۍ اعلان وکړ چې له افغانستانه به د خپلو ځواکونو يوه برخه وباسي چې دا کیدای شي د افغان حکومت د لا تضعیف سبب واقع شي.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.