1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان لومړنۍ جنراله مړه سوه

۱۳۹۹ آذر ۱۴, جمعه

مېرمن سهيلا صديق د افغانستان لومړنۍ جنراله نن د جمعې په ورځ مړه سوه. مېرمن ډاکتره صديق نږدې څلوېښت کاله د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون کي کار کړی.

https://p.dw.com/p/3mEDQ
Suhaila Seddiqi Afghanistan
انځور: Azam/afp/picture-alliance

د افغانستان د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي مېرمن صديق د ۷۲ کالو په عمر مړه سوه. دغه وزارت ويلي دي چي مېرمن صديق د افغانستان په سختو شرايطو کي هم په هيواد کي پاته سوه، څو له خپلو هيوادوالو سره مرسته وکړي. د دفاع وزير اسدالله خالد د مېرمن صديق مړينه يوه ستره ضايعه ښوولې ده.

سهيلا صديق چي خپلي لوړي زده کړي يې د طب د جراحۍ په رشته کي کړي وې تر تحصيلاتو وروسته يې د کابل په څلور سوه بستريز روغتون کي د جراحۍ د متخصصي ډاکتري په توگه کار کاوه.

هغه د سردار محمد دواوود خان د حکومت پرمهال بريد جنرالۍ ته لوړه سوه او په ۱۳۸۰کال کي ډگر جنرالۍ ته ورسېده. جنراله سهيلا صديق د لنډمهاله حکومت پر مهال د افغانستان د عامي روغتيا وزيره وه.

هغې د خپلو کارنامو په سبب څو مډالونه هم اخيستي ول. هغې د خپل ژوند وروستۍ ورځي د خپلي کورنۍ له غړو ليري د ناروغۍ په بستر کي تيرولې. مېرمن سهيلا صديق په الزايمر يا د حافظې زوال ناروغۍ اخته وه.