1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان تر ۲۵۰ څخه زيات افغان ځايي همکاران په کار ګومارلي دي

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

د آلمان حکومت په افغانستان کي د پراختيايي کارونو په ترڅ کي د نوو همکارانو په کار ګومارنه پېل کړېده. پر واک د طالبانو له راتلو راهيسي تر ۲۵۰ نوي کسان په کار ګومارل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4H0KF
آرشيف انځور ـ هغه افغانان چي د تخليې په ترڅ کي د ازبکستان پلازمېني تاشکند ته رسېدلي
آرشيف انځور ـ هغه افغانان چي د تخليې په ترڅ کي د ازبکستان پلازمېني تاشکند ته رسېدليانځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د آلمان د «وېلټ ام زونټاګ» په نوم ورځپاڼي راپور وکړی دی چي په افغانستان کي د آلمان د حکومت له خوا د ځايي همکارانو په نوې ګومارنه نوی پېل سوی دی. دغي ورځپاڼي ليکلي دي چي د نړيوالې همکارۍ د سازمان يا د (GIZ) ټولنې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتي راهيسي تر ۲۵۰ څخه زيات نوي افغان همکاران په افغانستان کي استخدام کړي دي.

د آلمان د باندنيو چارو د وزارت له خوا ويل سوي دي چي د آلمان حکومت بېله دې چي د طالبانو د مشروع کولو په برخه کي ونډه واخلي، په افغانستان کي د ستونزو سره د مخامخ انسانانو لپاره د پراختيايي سياست کارونو ته ادامه ورکوي. زياته سوې ده چي د آلمان حکومت له همدې کبله په افغانستان کي له غير حکومتي، نړيوالو او غيردولتي همکارانو سره په ګډه کار کوي.

هسپانیا ۲۹۴ افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي انتقال کړل

د يادي ورځپاڼي د راپور له مخي د آلمان حکومت د ۲۰۲۲ کال د جولای تر مياشتي پوري تر ۱۷۰۰۰ څخه له زياتو پخوانيو ځايي همکارانو او د هغوی د کورنۍ غړو سره له افغانستان څخه په وتلو کي مرسته کړېده. په دغو کي د آلمان د پراختيايي مرستو د وزارت ۲۲۵۰ ځايي همکارانو او تر ۸۰۰۰ څخه زيات د هغوی د کورنۍ غړي هم شامل دي. زياته سوېده چي آلمان د يادو سفرونو د تمويل په برخه کي شاوخوا ۳۲ مليون يورو مصرف کړي دي.

د آلمان په مرکزي پارلمان بُنډسټاګ کي د باندنيو چارو د سياست لپاره د کمېټې مشري او د کيڼ ګوند سياستوالي، سېويم داګدېلېن په دغه کي يو تضاد ويني: «دا نابلده خبره ده چي د آلمان حکومت په داسي حال کي په ډليزه توګه نوي افغان همکاران په کار ګوماري چي په عيني حال کي د آلمان د وزارتونو او سازمانونو په زرونو نور ځايي همکاران د طالبانو تر واکمنۍ لاندي پر خپل ژوند او سلامتي بيريږي او ورسره د منل سوي تخليې لپاره په عملي ناهيلۍ سره انتظار دي.»

طالبانو له افغانستان څخه د آلمان د محلي همکارانو وتل ستونزمن کړي

د بشري حقونو د سياست او بشري مرستو لپاره د آلمان د حکومت ځانګړي ماموره او د زرغون ګوند سياستوال، لوييزه امټسبېرګ وايي چي د افغان ځايي همکارانو په تړاو په ځانګړي پروګرام کي «ښکاره کمزورۍ» ويني. د هغې په وينا د آلمان د پراختيايي چارو د وزارت زيات شمير مشاورين او غير مستقيم همکاران لا تر اوسه په پام کي نه دي نيول سوي او ورسره تراوسه مرسته نه ده سوې. هغې زیاته کړېده: «زما دفتر ته په زيات شمير پخواني ځايي همکارانو دوسيې رسېدلي دي چي اوس د رژيم تر تعقيب لاندي دي.»

 د آلمان د پراختيايي مرستو د وزارت چارواکو دا رد کړي دي چي ګواکي په افغانستان کي د دغه وزارت د ټولو همکارانو لپاره په کُلي او سيسټماټيکه توګه عامه خطر موجود دی. يادي ورځپاڼي د دغه وزارت د يو وياند نقل قول راوړی دی چي وايي په افغانستان کي د دغه وزارت د پخواني ځايي همکارانو په وړاندي د سيسټماټيک تعقيب نخښي نسته. د هغه په وينا په دې تړاو د ګواښ پېښېدني په تړاو درخواستونه په ځيرتيا ارزول کيږي.

آ./ا.ا./ن.ص.