1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يوه داينوسور سکېليټ په ډېره لوړه بيه وپلورل شو

۱۴۰۳ تیر ۲۸, پنجشنبه

څيړونکي تل د داينوسورو د عصر پاته شوي پيدا کوي چې بيا ډېر وخت په ليلامۍ کې په لوړه بيه پلورل کیږي، لکه اوس د ستیګوساوروس «اپيکس» سکېلېټ. دغه فوسيل په نیويارک کې په ريکارډ لوړه بيه وپلورل شو.

https://p.dw.com/p/4iT2w
د ستېګوساوروس داينوسور سکېلېټ
په نيويارک کې د ستېګوساروس سکېليټ په ډېره لوړه بيه وپلورل شوانځور: picture alliance / ZUMAPRESS.com

د «سوتبی» ليلام خونې ویلي دي چې دغه د ستيګوساوروس کابو ۱۵۰ ميليونه کاله پخوانی سکېلېټ په نيويارک کې د يوه کس له خوا چې نه یې غوښتل وپيژندل شي، په ۴۴،۶ ميليونه ډالرو واخيستل شو. په دې ترڅ کې د اووه کسانو ترمنځ بولي شوې وه.

دا د ستېګوساوروس سکېلټ اوس په دې ترتيب تر ټولو ګران بيه فوسيل دی چې په يوه ليلامۍ کې پرې بولي وهل شوې ده.

د سوتبی لېلام خونې په لومړي سر کې فکر کاوه چې ښايي د دې سکېلېټ بیه تر ۶ ميليونو ډالرو پورې لوړه شي.   

اپېکس ښه ساتل شوی ستېګوساوروس

د اپيکس په نوم دا ستر سکېلېټ تر دريو مترو لوړ دی او څه نا څه ۸ متره اوږد دی. د سوتبی په حواله دا «د ستيګوساوروس د دومره اندازې تر ټولو ښه ساتل شوی او بشپړ سکېلېټ دی.»

کينيا: د کمرې په واسطه د ژويو ساتنه

د دې د ۳۱۹ هډوکو څخه یې ۲۵۴ موندل شوي او ساتل شوي دي. ستېګوساوروس د «چت د مارمولک» معنا ورکوي چې د دغه داينوسور ډېرو عجیبو، چت ته ورته د هډوکو صفحاتو ته اشاره کوی.

يوه Paleontologist يا لرغونې ژوند پيژندونکي دا فوسيل په ۲۰۲۲م کال کې د کولرادو د داينوسور په نوم سيمې ته څېرمه په يوه ميداني کې موندلی وو.

د سکېلېټ پر ليلام کولو انتقادونه

په ماضي کې تل د داينوسور سلېکېټونه او يا یې برخې په ډېرو پېسو ليلام کړل شوي دي. د ۲۰۲۰ م کال په دوبي کې د «ستان» په نوم د تېرانوساوروس – ريکس – سکېلیټ چې د نړۍ بشپړ سکېلېټ هم بلل کيږي، په ۳۱،۸ ميليون ډالر وپلورل شو.

ډیری کارپوهان د عملي لحاظه د ډېر ارزښت لرونکو دې سکېلېټونو پر پلور باندې نیوکې کوي.

دوی وايي چې ميوزيمونه او د څېړنې مرکزونه دومره مالي توان نه لري چې په دغو ليلاميو کې دومره لوړه بيه ورکړلای شي.

د ستېګوساوروس د دې سکېلېټ رانيوونکي ښايي ويلي وي چې غواړي دغه فوسيل د امريکا يوه ميوزيم ته په پور ورکړي.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa)