1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په افغانستان کې له جګړې ولږه ډیر خلک وژني

۱۴۰۰ اسفند ۲۱, شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارې میشل باچلیت له افغانستان څخه تر لیدنې وروسته په دغه هیواد کې د بشري بحران خواشینونکی انځور وړاندې کړی دی.

https://p.dw.com/p/48OEK
Russland-Ukraine Krieg | UN-Hochkommissarin für Menschenrechte  Michelle Bachelet
انځور: Martial Trezzini/KEYSTONE/picture alliance

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسارې میشل باچلیت په عین وخت کې د پخواني حکومت کارمندانو ته د طالبانو له خوا د اعلان شوي عامه بخښنې نه مراعاتیدل، د خبریالانو وضعیت، د سیاسي مشارکت، کار او زده کړو له امکانانو څخه د ښځو بی برخې کولو خبره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسارې د جمعې (د مارچ میاشتې ۱۱ نیټه) په ورځ افغانستان ته له خپل سفر څخه تر ستنیدو وروسته په ژینف کې توضیح کړه چې په دغه هیواد کې د خوراکي توکو او روغتیايي خدماتو د تدارک په برخه کې ډیر کمښت شتون لري. نوموړې زیاته کړې ده چې د خلکو بنسټیز حقونه د بیلګې په توګه، د زده کړې، کار او سیاسي مشارکت په برخه کې نه دي تامین شوي.

میشل باچلیت وویل د دې ویره موجوده ده چې په دې هیواد کې بشري او اقتصادي کړکیچ به د وسله والې شخړې په پرتله د ډیرو انسانانو د ژوند په بیه تمام شي. هغې په څرګند ډول سره د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

باچلیت وویل چې د اګست په ۱۵ د طالبانو له خوا د واک له نیولو را په ديخوا د تاوتريخوالي د قربانیانو شمیر کم شوی دی، خو د دغه هیواد د نفوسو یو پر دریمه برخه د خوراکي موادو له کمښت څخه رنځ وړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمیسارۍ د اقتصادي بندیزونو او د دغه هیواد د شتمنیو د کنګل کیدو د «ناورین زیږوونکو اغیزو» خبره کړې ده.

نوموړې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دغه بندیزونه دي راکم کړي: «تر هغه وخته چې نور بیړني امکانان په اختیار کې قرار نه نیسي، میلیونونو انسانان بی دلیله رنځ ګالي.»

د ښځو، خبریالانو او د پخواني دولتي کارمندانو پر وضعیت انتقاد

میشل باچلیت په افغانستان کې ناخوال سیاسي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې ده، د پخواني دولت مامورینو، قاضیانو او همدارنګه د بشري حقونو مدافعینو پر وړاندې عملیات جریان لري.

میرمن باچلیت وویل که څه هم ښځينه مظاهره کوونکي او عزیزان یي چې د جنورۍ په میاشت کې نیول شوي و په همدې منځ کې بیرته خوشي شوي دي، خو «په افغانستان کې د ښځو د حقونو له پاره مظاهرې» شتون نه لري.

باچلیت وویل هغه ښځې چې دې ورسره خبرې کړې دي غواړي چې له طالبانو سره باید د خبرو اترو میز موجود وي، څو د اقتصادي او بشري بحران څخه د وتلو او بشري حقونو د تامین له پاره لاره ولټول شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص