1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيزر غواړي آلمان ته غيرقانوني کډوالي متوقفه کړي

۱۴۰۱ مهر ۳, یکشنبه

د هغو کډوالو شمېر چې د بالکان مسير يا مديترانې سيمې څخه آلمان ته راځي، مخ په زياتېدو دی. د آلمان د کورنيو چارو وزيره اوس غواړي چې آلمان ته د دغو کډوالو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/4HJG9
د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فيزر
د آلمان د کورنيو چارو وزيره نېنسي فيزرانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture-alliance

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې نېنسي فيزر د »بيلد آم زونتاګ« په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ويلي دي چې د بالکان د مسير او د مديترانې سمندرګي له لارې آلمان ته د زیاتو انسانانو راتګ »اندېښمنه کړې يم.« د هغې په خبره له اتريش سره سرحدي کنترول تمديد شوی او د چک جمهوریت له پولې سره فدرالي پوليسو تصادفي پلټنې هم ډېرې کړې دي. د آلمان د کورنیو چارو وزیرې دا هم وويل چې »موږ په ګډه مسئوليت لرو چې غيرقانوني راتګ ودروو څو له هغو کسانو سره مرسته وکولی شو چې زموږ ملاتړ ته عاجله اړتيا لري.«یونان: سږ کال مو د ۱۵۰ زره مهاجرو مخه نیولې

نور چلنجونه او ستونزې

د کورنيو چارو وزيرې د هغو کسانو له خوا چلنجونو ته هم اشاره وکړه چې له اوکراين څخه آلمان ته تښتي. فيزر وويل چې »هر څومره چې جګړه اوږديږي، همغومره سخته ده چې دومره زيات کډوال ځای پر ځای او سمبال کړای شي.«

د هغې د وزارت په حواله د روان ۲۰۲۲م کال د سپتمبر تر ‍۱۷مې نېټې پورې ۹۹۲ زره ۵۱۷ کډوال د اوکراين له جګړې څخه آلمان ته راغلي دي.

په آلمان کې د ښارونو او کليو د اتحاديې اجرائيوي مشر، ګېرد لاندسبرګ وايي چې »کلي مو نن لا د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په څېر له يو وضعيت سره مخامخ دي. داسې ډېرې نښې شته چې په ژمي کې به لا زيات انسانان جرمني ته راوتښتي.«پخواني افغان وزير د آلمان پر کډوالۍ سياست نيوکه وکړه

لاندسبرګ خبرداری ورکړ چې »همدا نن هم داسې ډېر کلي شته چې بايد انسانان د سپورټ په تالارونو کې ځای پر ځای کړي ځکه چې نور ظرفيتونه يې ختم شوي دي. که شمېر يې لا زيات شي، نو په ژمي کې د استوګنې د ځايونو له ستونزو سره مخامخ کيږو.« 

wa/ack/ns/kh