1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات کي بمي چاودنه ـ د م.م. د امنيت د شورا غندنه

۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبه

د هرات په سويل لوېديځ کي يوې درنې چاودنې دغه ښار ولړزاوه. له بريد څخه څو ساعته وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په افغانستان کي د تاوتريخوالي زياتوالی وغانده.

https://p.dw.com/p/3qa6J
Afghanistan Herat | Grenze zum Iran | Großbrand
آرشيف انځور ـ د ايران سره پر سرحد د افغانستان ګمرک کي اورلګېدنهانځور: Hamed Sarfarazi/AP Photo/picture alliance

د ولايتي روغتون وياند، رفيق شيرزي ويلي دي چي د دغې چاودنې د قربانيانو شمير ښايي جګ سي ځکه چي د زياتو ژوبل سوو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی. د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د خبر له مخي دغه چاودنه چي په پايله کي يې ۱۴ کورونه ويجاړ سوي دي، دومره درنه وه چي نژدې ټول ښار يې ولړزاوه.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، طارق آرين ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي يو او په ژوبل سوو کسانو کي ۱۱ افغان امنيتي چارواکي دي. د هغه په وينا پاته نور ټول وژل سوي او ژوبل سوي کسان ولسي خلک دي چی پکښي ښځي او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه د دغې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

په هرات کي د دغه بمي بريد څخه څو ساعته وروسته په نيويارک کي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په افغانستان کي د بريدونو «خطرناک» زياتوالی غندلی دی چي په وينا يې اصلي قربانيان ولسي وګړي وي.

دغې شورا ويلی دي چي ناوړه بريدونه «د دولتي ادارو، قضايي څانګي، د رسنيو کارکوونکي، د روغتيايي چارو او بشري مرسته تر سره کوونکي، په لوړپوړو مقامونو کي په دنده بوختي مېرمني چي د بشري حقونو مدافع دي او ايتنيکي او مذهبي لږکۍ» په نخښه کوي.

په افغانستان کي د تيرو څو بريدونو پړه د اسلامي دولت يا داعش ډلي په غاړه اخيستې. په عيني حال کي طالبان او افغان حکومت يو پر بل پړه اچوي چي ګواکي د سولې له پاره په خبرو اترو کي خنډونه جوړوي.

د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د افغانستان د سولې په تړاو په خبرو اترو کي د کم پرمختګ له کبله تېره اونۍ د سولې په تړاو وړانديزونه راغونډ کړي او په يو اته پاڼې لرونکي کاغذ کي يې راټول کړي دي. په دغه وړانديز پاڼه به ښکېل اړخونه غور او فکر وکړي مخکي له دې چي د امريکا د متحده ايالاتو د وړانديز سره سم په راتلونکو اونيو کي په ترکيه کي ملاقاتونه سره وسي.

په عيني حال کي د نوي ټاکل سوي ولسمشر، جو بايدن اداره د هغه تفاهم ليک له سره ارزونه کوي چي تېر کال د ترمپ ادارې او طالبانو تر منځ لاسليک سوی ؤ. په دغه تفاهم ليک کي راغلي ول چي پاته تقريبا ۲۵۰۰ امريکايي عسکر به د روان ۲۰۲۱ کال تر می مياشتي پوري له افغانستان څخه وځي.

پر دغه موضوع تفاهم مخ په زياتېدو دی چي بهرني عسکر دي له افغانستان څخه لا نه وځي. د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزير، انتوني بلينکن د هغه وروسته چي افغان ولسمشر ته په سختو الفاظو يې ليکل سوی ليک خپور سو، وويل چي له افغانستان څخه د عسکرو د ايستلو په شمول ټول امکانات لا پر ميز پراته دي.

د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت له خوا په وړاندي سوي وړانديز کي راغلي چي په افغانستان کي دي يو عبوري حکومت رامنځ ته سي چي بيا ټاکنو ته لاره هواره کړي او په اساسي قانون کي تعديل وکړي. په دغه وړانديز کي د ښځو او لږکيو د مساوي حقونو څخه دفاع سوې ده.

آ./ا.ا./ن.ص.