پر کابل پوهنتون بريدگر په اعدام محکوم شو
۱۳۹۹ اسفند ۱۵, جمعهد افغانستان سترې محکمې په خپله ويب پاڼه کې لیکلي چې پر کابل پوهنتون د حملې عامل، عادل مشهور په آرش او طلحه د محمد عارف زوی د يوې قضايي غونډي په ترڅ کې په اعدام محکوم شو.
دغې ادارې د عادل نومي په اړه ليکلي: «د داعش ډلې د غړيتوب په قضيه کې په ۲۱ کاله حبس، د تذکرې په تزوير کې پر ۳ کاله تنفيذي حبس، د افرادو او اشخاصو په پنځو مورده اختطافونو کې پر ۱۲ – ۱۲ کاله حبس، پر کابل پوهنتون د حملې او د حکومتي افرادو د درو مورده ترورونو په قضيه کې په اعدام محکوم شو.»
زیاته شوې چې دغه حکم د پروان ولایت د بګرام د توقیفځای، تروريستي جرايمو ته د رسيدګۍ په استيناف محکمه کې د يوې قضايي غونډې په ترڅ کې صادر شوی دی. ویل شوي چې دغه محکمه د موظفو څارنوالانو، تورن او د هغه د مدافع وکيل په حضور کې تر سره شوې ده.
زیاته شوې ده چې د کابل پوهنتون د حملې عاملان، د پوهنتون ودانۍ ته د زیان رسولو په تړاو په ۳ ميلیونه افغانيو جبران خسارې باندې هم مکلف شوي دي.
پر کابل پوهنتون د ۲۰۲۰م کال د نومبر مياشتې پر ۲مه نيټه درو وسله والو حمله وکړه. هغه مهال د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي ول چې په دغه برید کې ۲۲ کسان وژل شوي چې درې بريد ګر هم پکې شامل دي.
دغه وزارت د ۲۲ کسانو د ټپي کيدوه خبره هم کړې وه، خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ټپيانو شمیر ۲۷ او ځينو رسنيو آن تر۴۰ ښودلی وو.
پر کابل پوهنتون وسله وال بريد له ځانه سره په ملي او نړيواله کچه غبرګونونه درلودل. هغه مهال د ملګرو متلونو عمومي منشي، انتونيو ګوتیرش، د قربانيانو کورنيو ته تسليت ورکړ او د ټپيانو له پاره یې د روغتيا هيله څرګنده کړه.
که څه هم د دغه برید مسؤليت داعش ډلې منلي وو، خو افغان دولت هغه مهال طالبان په دې بريد کې په لاس درلودو تورن کړي ول.
تر دغه برید وروسته يو شمير محصلينو د کابل پوهنتون مخې ته په اعتراض لاس پورې کړ او په افغانستان کې يې د اوربند غوښتنه کوله.