1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

اروپایي پولیسو د انساني قاچاقبرانو یوه ستره شبکه لمنځه وړې

۱۴۰۱ خرداد ۱۴, شنبه

اروپایي پولیسو د «کنګ پنز» په نوم د اتو تنو انساني قاچاق کوونکو د نیولو او د یوې داسې پټې شبکې د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی چې له افغانستان، پاکستان او سوریې څخه یې په زرګونو انسانان اروپا ته په قاچاقي ډول رسولي دي.

https://p.dw.com/p/4CHYv
Razzia gegen Schleuser Bundespolizei
انځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance

اروپايي پولیسو د انساني قاچاق کوونکو د یوې ډیرې خطرناکې شبکې د نیولو او له ريښې څخه د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی. په دې اړه له ډنهاګ څخه د آلمان خبرې آژانس ته رسیدلو رپوټونو کې ویل شوي دي چې دغه عملیات چې د تیر کال په اګست میاشت کې پیل شوي و د اروپایي اتحادیي د پولیسو آژانس «یوروپول» له خوا همغږې شوي وو.

یورو پول د مهاجرو دغه قاچاق کوونکي «خورا خطرناک» وبلل او زیاته یي کړه چې دغه پست او ناوړه کاروبار کوونکي په اصطلاح د «قاچاقبرو د پادشاهانو ډله» د زرګونو داسې انسانانو له ژوند سره لوبی کوي، چې د غیر قانوني مهاجرت لاره اختیاروي.

اروپایي پولیسو دغې ډلې ته د «کنګ پنز» اصطلاح کارولې ده چې معنی د قاچاق په څیر جرایمو کې د ښکیلو کسانو د محور یا مرکز حیثیت لرونکې ډله ده. پولیسو د دغې شبکې ۸ تنه لوړپوړي غړي نیولي او ویلي يي دي د دوی شبکه یي لمنځه وړې ده.

کوم کسان د قاچاقبرانو د دې شبکې ښکار کیږي؟

د اروپايي پولیسو په حواله د انساني قاچاقبرانو اتو سترو ډلو چې یورو پول د انساني قاچاق محور بللي دي، د اروپا وچې ته نږدې ۱۰ زره کسان چې پکې افغانان، پاکستانيان او سوریایي مهاجر شامل دي، د رسولو کاروبار کړی دی.

یورو پول یا اروپايي پولیسو ویلي دي چې د آلماني پولیسو په مشرۍ د اتریش، هنګري، رومانیا، سربیا او هالنډي پولیسو یوې ډلې هم د انساني قاچاقبرانو د دې شبکې یا بانډ ۱۲۶ تنه غړي نیولي دي. په دوی کې تر ټولو ډیر کسان په اتریش کې نیول شوي دي.

یوروپول چې تیر کال په اګست میاشت کې يي دغه عملیات پیل کړي و، د پناه غوښتونکو د قاچاق دغه «پادشاهان» یي خورا خطرناک بللي دي.

د اروپايي اتحادیي د پولیسو آژانس یا یوروپول په اعلامیه کې چې مقر یي د هالند په ډنهاګ کې دی راغلي دي چې دا د «یوروپول په تر ټولو سترو اهدافو» کې شامل وو. په ځانګړي توګه سوریایې اتباعو نړیوال ارتباطات درلودل چې په وسیله به یي ترانزیټ یا قاچاق شوي کسان تر وروستي منزله پورې رسول کیدل.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «له پلټنو څخه داسې معلومه شوې ده چې د قاچاقبرانو منګولو ته د پریوتونکو کسانو کې اکثره یي افغانان، پاکستاني او سوریایي اتباع دي، چې دوی به یي اروپایي هیوادونو ته د رسولو په برخه کې آسانتیا رامنځته کوله.»

زیاته شوې ده چې تیر کال په دې برخه کې د شوو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۱ کورونه تالاشي شوي وو. په دې ترڅ کې د انساني قاچاق د ۹۱۶ پيښو په اړه معلومات ترلاسه شوي و. همدارنګه په دغو عملیاتو کې د شاوخوا یو میلیون یورو په ارزښت شتمنۍ هم ضبط شوي دي.

دغو قاچاقبرانو له ترکیې څخه د لویدیځ بالکان سیمې یعنې رومانیې او هنګري له لارې اتریش، آلمان او هالنډ هیوادونو ته د لاریو، بندو واګنونو او وړو شخصي موټرو څخه په استفادې په غیر قانوني ډول مهاجر رسول.

د یورو پول په حواله شکمنو قاچاقبرانو به له ۴ تر ۱۰ زره یورو په بدل کې د اروپا له سرحد څخه د دغو کسانو د اړولو کاروبار کاوه. په دوی کې به زیاتره یي بیوزله کسان ول چې ډیري وختونه به یي ژوند له خطر سره مخامخ کیده.

پر ټولنیزو رسنیو شهرت

د معلوماتو له مخې قاچاقبرانو به په ټولنیزو رسنیو کې د کوچنیو ویډیوګانو په خپرولو سره هڅه کوله چې د پناه غوښتونکو کورنیو ته دا ډاډ ورکړي چې د دوی د قاچاقبرۍ خدمات محفوظ دي. د یورو پول په وینا قاچاقبرانو ته به د دوی د غیر قانوني خدماتو فیس یا پيسې، د حوالې سیستم له طریقه ورکول کیدل چې د پيسو د انتقال یوه غیر رسمي شبکه ده. د دا ډول راکړې ورکړې کشفول د پولیسو له پاره د بانکي سیستم په پرتله خورا مشکل وي. د آلمان پولیسو ویلي دي چې اوس هم د شپږو شکمنو کسانو د پیدا کولو هڅې روانې دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ. ح