1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د توسعې په هکله د اروپايي هیوادونو بې طرفي کمیږي

۱۴۰۱ خرداد ۱, یکشنبه

فنلنډ او سویډن د لویدیځ دفاعي ائتلاف (ناټو) غړيتوب ترلاسه کولو په درشل کې دي. په اوکراین کې جګړه روانه ده او په اروپا کې د بې طرفه هیوادونو تناسب مخ پر کمیدو دی.

https://p.dw.com/p/4BhDt
NATO Flagge
انځور: Kenzo Tribouillard/AFP/Getty Images

د اوکراین جګړې د سویډن او فنلنډ امنیتي انديښنې بدلې کړې دي او اوس په دودیز ډول د غیر جانبدارانه سیاست یا تګلارې عملي کوونکو هیوادونو پر خپل امنیتي سیاست له سره غور کول پیل کړي دي.

په ناټو کې د دغو دوو هیوادونو په شاملیدو سره به د بې طرفه پالیسۍ درلودونکو هیوادونو په شمیر کې هم کمی رامنځته شي. د هالنډ په امستردام پوهنتون کې د تاریخ پروفیسر سیموئیل ګروئسنګا وايي چې جګړې د نیوټرل یا بې طرفه هیوادونو د هویت په بدلولو کې مهم رول لوبولی دی.

بل لور ته د اروپايي اتحاديې غړي هیوادونه د کومې باندنۍ حملې په صورت کې له یوه بل څخه د دفاع کولو پر تګلارې باور لري. اوس د لویدیځ دفاعي ائتلاف په پراخیدو سره به له خپل ځان څخه د دغې اتحادیې د دفاع کولو تصور تر یو حده پورې تر پښو لاندې شوی او کمزوری شي. هغه هیوادونه چې تر اوسه پورې د بې طرفۍ سیاست ته ترجیح ورکوي نومونه یي دلته ذکر شوي دي.

سويس

سويس یا سوئټزرلنډ د بې طرفۍ سمبول ګڼل کیږي. په ۱۸۱۵م کال کې د سويس حکومتي استازو پریکړه کړې وه چې له منازعاتو څخه به ځان لیري ساتي او هیڅ هیواد ته به مسلکي پوځیان نه استوي. اروپايي قدرتونو هم ډاډ ورکړی دی چې دغه هیواد به له منازعاتو څخه لیري وساتي. پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته هم د سویس په دریځ کې انعطاف نه دی لیدل شوی. دغه هیواد وسلې او د آلماني ټانکونو له پاره مرمۍ او مهمات په اختیار کې نه دي ورکړي. 

بل لور ته لیدل کیږي چې اوس وضعیت بدل شوی دی او د روسیې پر فدراسیون د بندیزونو لګوونکو په کتار کې دغه هیواد هم د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سرګئې لاوروف بندیزونه لګولي دي.

Wie NATO vom Beitritt Schwedens und Finnlands profitiert
سویډن او فنلنډ په ناټو کې د شاملیدو غوښتنه کړې دهانځور: Teri Schultz/DW

اتریش او ایرلنډ

په ۱۹۵۵ م کال کې اتریش اعلان کړی و چې په راتلونکي کې غیر جانبداره يا بې پرې پاتې کیږي. دا تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته د اتحادي ځواکونو د تخلیې پایله وه. وروسته بیا ویانا په دې پریکړه کې د نرمښت په راوستلو سره د ناټو د غړو هیوادونو په پوځي تمرینونو کې ګډون هم کړی و. اوس د اوکراین جګړې د اتریش د بی طرفۍ پر تګلارې هم خپل سیوری غوړولی دی.

تر اوسه پورې د دغه هیواد صدراعظم کارل نیهمار، په باعزته توګه د خپل هیواد دریځ ساتلی دی. ویانا په سختو ټکو پر اوکراین د روسیې د برید غندنه کړې ده.

ایرلنډ په ۱۹۲۱م کال کې له بریتانیې څخه تر خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته د بې طرفۍ سیاست خپل کړی دی. د دغه هیواد دریځ په دویمه نړیواله جګړه کې هم روښانه و. د ایرلنډ اکثره اوسیدونکي د ناټو مخالفت کوي. اوسمهال په ایرلنډ کې د دغه هیواد د بې طرفۍ تګلارې د ساتلو په هکله د سیاستوالو او عامو خلکو ترمنځ تاوده بحثونه جریان لري. د اوکراین د سیاسي او اخلاقي ملاتړ کولو سربیره د اتریش صدارعظم ویلي دي چې هیواد یي له نظامي پلوه بی طرفه دی.

قبرس او مالتا

قبرس پر اوکراین د روسیې د برید د غندلو په برخه کې له مشکل سره مخامخ و، ځکه په زرګونو روسان په دغه هیواد کې میشت دي چې یو شمیر يې ډیر لوی شتمن او سرمایه داران هم دي. دغو روسي پيسه دارانو په قبرس کې د میلیاردو ډالرو پانګونه کړې ده. د قبرس حکومت د اروپایي اتحادیي د بندیزونو په پام کې نیولو سره خپل دریځ سخت کړی دی او له یو شمیر روسي پانګوالو څخه یي ځانګړي مراعاتونه بیرته اخیستي دي. دا هم یو واقعیت دی چې د ناټو مهم غړی هیواد بریتانیا په قبرس کې دوه پوځي اډې لري.

د اوکراین د جګړې په پام کې نیولو سره د اروپايي اتحادیي په غړي هیواد مالتا کې هم د بی طرفۍ پر سیاست بحثونه روان دي. د مالتا حکومت روسي سرمایه دارانو او اشرافو ته د سرو پاسپورتونو ورکول ځنډولي دي.

د مدیترانې په دغه ټاپو کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې یوه ټولپوښتنه ترسره کړه چې د دغه هیواد یو لوی اکثریت په کې د بی طرفۍ پر سیاست ټينګار کړی او یوازې ۶ سلنه خلکو یي مخالفت وکړ.

د پروفیسور کروسینګا په نظر د اروپايي اتحادیي او ناټو غړيتوب په ترلاسه کولو سره به په نړیواله کچه د دغو حکومتونو په جیوپولیټیک اعتبار او موقعیت کې زیاتوالی رامنځته شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص