1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي کمېسیون:پراروپايي ټولني دېوال راگرځول د حل لار نه ده

۱۴۰۱ بهمن ۱۲, چهارشنبه

اروپايي کمېسیون نه غواړي د غیرقانوني مهاجرو پر وړاندي د اروپايي ټولنی د بهرني سرحد په اوږدو کي د اغزي لرونکي دېوال د جوړولو مالي ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/4MwPw
Polen Soldat an Grenzzaun zu Belarus
انځور: Marcin Obara/PAP/dpa/picture alliance

د اروپايي ټولني د داخلي چارو کمیساري، ایلوا جانسون د سې شنبې په ورځ د آلماني رسنیو له آژانس او د اروپا د (نیوز روم) له نورو رسنیو سره په مرکه کي وویل:«موږ له کلونو راهیسي داسي اساسي قانون لرو چي د هیڅ ډول دېوال یا اغزن دیوال د جوړولو مالي ملاتړ و نه سي. او زه فکر کوم چی په هغه کي باید بدلون رانه سي. زما په فکر په دې هکله به زموږ په دریځ کي کوم تغییر رانه ولو.»

یونان: یوه ډله د مهاجرو د قاچاق په تور نیول شوې

نوموړې سویډنۍ ټینگار وکړ: «پر اروپايي ټولني باندي د دیوال یا اغزن دېوال جوړول د ډېرو دلایلو له امله د حل کومه مناسبه لار نه ده. که سړی واقعاً غواړي د مهاجرتو مخه ونیسي نو باید مخکي له دې چی پناه غوښتونکي اروپايي ټولني ته راداخل سي، د هغوی غم لا پخوا وخوړل سي.»

په عین حال کي جانسون داخبره رد نه کړه چي په بهرنیو سرحدونو کی »فزیکي زیربناوي« د اروپايي ټولني له بودیجې څخه تمویل کیدای سي.

په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنې شمیرې د پام وړ ډیرې شوي

دا کیدای سي د سرحدونو د کنترول له پاره تخنیکي وسایل وي. علاوه پردې  د اروپايي ټولني څه د پاسه لسو هیوادونو د ۲۰۲۱م کال په مني کي لا د اروپایی ټولني له کمېسیون څخه غوښتي وه چي فزیکي سرحدي خنډونه دي  لږترلږه تر یوې اندازې پوري له مشترکي بودیجې څخه تمویل سي.

په بروکسل کي چارواکو دا خبره په هغه وخت کي لا په کلکه رد کړې وه. په دا وروستیو کي د اتریش صدراعظم کارل نیهامر، د بلغاريا او ترکیې ترمنځ د سرحدي دېوال د اوږدیدوله پاره، له نوموړي کمېسیون څخه د دوو میلیاردو یورو غوښتنه کړې وه. دغه خبره به په راتلونکې اونۍ کي د بروکسل په ځانگړې غونډه کي هم یو مهم نقش ولوبوي.

GP/NZ/AG