1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه: له افغانستانه به د غیرقانوني مهاجرت مخه ونیسو

۱۴۰۰ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د اروپايي ټولني داخله وزیرانو د سه شنبه په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کي سیمي ته د مرستو رسولو او د اروپا د باندنیو سرحدونو د ساتني په هکله موافقه وکړه.

https://p.dw.com/p/3zlLj
Belgien I Migration I Ylva Johansson
انځور: John Thys/AP/picture alliance

په بروکسل کي تصویب سوی دغه پریکړه لیک کي راغلي: «اروپايي ټولنه به د افغانستان له ګاونډیو او ترانزیتي هیوادونو سره ګډ کار وکړي تر څو د غیرقانوني مهاجرو د راتګ مخنیوی وسي، سرحدونه لاپسي پیاوړي سي او د انساني قاچاق مخه ونیول سي.»

د اروپايي ټولني د داخلي چارو کمیساري، ایلوا یوهانسن تر غونډي یوڅه وروسته وویل، چي د مهاجرت بحران د مخنیوي له پاره تر ټولو ښه لار داده چي د بشري بحران مخنیوی وسي.

د سلوانیا داخله وزیر او د اروپايي ټولني د شورا اوسني رئیس، آلیس هوجس ټینکار وکړ چي سړی باید ددې غم وخوري چي افغانستان ته د هغو بیرته استول سوو مجرمینو د راتګ مخه ونیول سي چي د پناه غوښتونکو په نامه بیرته راستانه کیږي. د هغه په خبره ټول هغه کسان چي اروپا ته راځي پناه غوښتونکي نه دي. دلته خبره د هغه بالقوه امنیتي ګواښونو په اړه ده چي سړی باید د امکان ترحده د هغه په مقابل کي مبارزه وکړي.

همدارنګه ددې بیره هم موجوده ده،چي ترهګر به اروپايي ټولني ته لار پیدا او هلته به ترهګري بریدونه ترسره کړي.

د سلوانیا دغه وزیر، امنیتي بررسیو او د اروپا په دننه کي د معلوماتو تبادلې ته اشاره وکړه. د هغه په خبره سړی باید د سرحدونو د ساتلو آژانس، فرونتیکس، یوروپول او د اروپا د پناه غوښتني آژانس ایسو په دغه موضوع کي راداخل کړي.

هوجس دوزیرانو له یوه تاوده بحث څخه خبري وکړې. د هغه په خبره د یوه واحد نظر رامنځته کول سخت کار وو.

د داخلي چارو کمیساري، یوهانسن ټینګار وکړ چي په افغانستان کي باید د خلکو ملاتړ وسي. تر اوسه پوري د مهاجرتونو سخت حرکتونه نه دي رامنځته سوي خو ښايي حالت تغیر وکړي.

په عین حال کي نوموړی له افغانستان څخه له ګواښ سره مخامخ کسانو د راغوښتلو پلوي کوي او په راتلونکو میاشتو کی یې په دې هکله د یوه قانون رامنځته کیدو اعلان وکړ.

خو یوهانسن د دغو مهاجرو د مشخص شمیر یادونه و نه کړه. د هغې په خبره اروپايي ټولني په دې هکله ارقام او هدفونه نه دي وړاندي کړي. د هغه پر ځای هغې د هغو غیرقانوني مهاجرو د شمیر یادونه وکړه چي په اوس وخت کي یې په اروپايي ټولنه کي غم خوړل کیږي.

نوموړي کمیساري ټینګار وکړ چي اروپا په ۲۰۱۵م کال کي د مهاجرت د بحران د وخت په پرتله اوس ډیره آماده ده او مخکي له مخکي به عکس العمل وښیی.

د یوهانسن په خبره په اوس وخت کي په افغانستان کي د نوي مشرتابه سره معامله کول نه ترسترګو کیږي. د هغې په خبره اروپايي ټولنه لا له دې څخه ډیره لیري ده چي د طالبانو حکومت دي په رسمیت وپیژني. سړی باید اول انتظار وباسي چي هغوی څه ډول حکومت داري کوي. بیابه نو سړی په دې هکله یو نظر وړاندي او په خبرو اترو کي ګډون وکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د داخله وزیرانو تر جلسې وروسته وویل چي دغه خبري اتري یو څه شدیدي وې. مهمه داوه چي ژرترژره تفاهم رامنځته او د اروپايي ټولني په توګه واحد نظر څرګند سي.

زیهوفر وویل، په افغانستان کي د لویدیځ تر ناکامه ماموریت وروسته به دا یو خراب پیغام وي چي اروپايي ټولنه د دې توان و نه لري چي په ګډه سره تفاهم وکړي.

GP/NZ/AG