1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه غواړي ډېر پناه غوښتونکي خپلو ټاټوبو ته واستوي

۱۴۰۱ بهمن ۵, چهارشنبه

اروپايي ټولنه غواړي د هغو پناه غوښتونکو له پاره چي د پاته کيدو حق نه لري، د هغوی د بيرته ستنيدو يو گډ سيستم رامنځته کړي. په دې ډول به پر داسي هيوادونو لکه آلمان بوج راکم سي.

https://p.dw.com/p/4Mf6S
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

اروپايي ټولنه له کلونو راهيسي د پناه غوښتونکو د بيرته استولو په اړه هلو ځلو کي پاتې راغلې ده. په بروکسل کي اوس يو کمېسيون په يوه نوي اقدام لاس پوري کوي او د يوې نوي ستراتيژۍ وړانديز کوي.

د اروپايي ټولني کميسارې، ايلوا يوهانسون د دغه وړانديز د وړاندي کولو په ترڅ کي څرگنده کړه: «د دې کار علت دا دی چي اروپايي ټولني ته په ۲۰۲۲م کال کي د غير منظمو داخليدو شمير ډير لوړ سوی دی.

یونان: یوه ډله د مهاجرو د قاچاق په تور نیول شوې

ډېری دغه کسان که ځه هم د پناه غوښتني حق نه لري خو بيا هم په دې اړه خپلي عريضې وړاندي کوي. د اروپايي ټولني کمېسيون په حواله په ۲۰۲۲م کال کي د پناه غوښتني ۹۲۰ زره عريضې وړاندي سوي دي.

دا د تيرکال په پرتله ۵۰ سلنه زياتوالي ښيي. يوهانسن وويل: «دا کار زموږ د پناه غوښتني سيستم او د هغوی د منلو ظرفيت تر سخت فشار لاندي راولي.»

د اروپايي ټولني کمېسيون په حواله په ۲۰۱۹م کال کي د هغو کسانو شمير چي له اروپايي ټولني ايستل سوي ۲۹ سلنه او په ۲۰۲۱م کال کي ۲۱ سلنه وو. دا په داسي حال کي ده چي بروکسل په ۲۰۱۸م کال کي د ۷۰ سلنه هدف ټاکلي وو.

EU Commission I Ylva Johansson und Mari Juritsch Innenkommissarin Johansson (r.) und die EU-Beauftragte Juritsch: Das Asylsystem steht unter enormem Druck
د اروپایی ټولنی د کمیسیون مشره ، ایلوا یوهانسون او د بیرته ستنیدونکو همږغۍ کوونکې ماری یوریچانځور: John Thys/AFP

د دې له پاره چي د بيرته لېږونکو کسانو شمېر لوړ کړای سي، اروپايي ټولنه غواړي چي له غړو هيوادونو سره په همږغۍ سره گډ کار وکړي.

د دې کار له پاره نوموړي کمېسيون د فرونتکس آژانس په دننه کي ځانته يوه نوې څانگه جوړه کړې ده. دغه څانگه د بيرته لېږونکو کسانو د همږغي کوونکې، ماري يوريچ له خوا چي له ۲۰۲۲م کال راهيسي پر دنده ده، رهبري کيږي.

د بيرته ستنديو پرمهال ملاتړ

يوريچ وويل: «بيرته استول يو مشترک مسئوليت دی» په تيره بيا هغو دريمو هيوادونو ته بايد ډېر پناه غوښتونکي واستول سي چي پکښي  د اساسي حقونو په برخه کي ډير مشکلات او خنډونه موجود نه وي.

په اروپايي اتحادیه کې د پناه غوښتنې شمیرې د پام وړ ډیرې شوي

د ستراتيژۍ په دغي مقالې کي ډېر وړانديزونه ليکل سوي دي. د کلکي همږغۍ ترڅنگ چي دغه پروسه بايد لاپسي گړندۍ کړي، دا هم په پلان کي ده چي بيرته ستنيدونکي کسان بايد د خپلو اوسيدو په اصلي هيواد کي مسلکي ملاتړ ترلاسه کړي. علاوه پردې بايد ټوله پروسه ديجيتالي سي.

د آلمان د ویزې بهير د اسانه کولو غوښتنه

د يوهانسون په خبره د پناه غوښتني ډېري عريضې په جرمني، فرانسې، هسپانيا او اتريش کي وړاندي کيږي.

د نفوسو څرنگوالي ته په کتو سره قبرس، اتريش او يونان په ځانگړي ډول تر فشار لاندي دي.

د بيرته ستنيدو په اړه به له دريمو هيوادونو سره د گډ کار په هکله، د اروپايي ټولني داخله وزيران د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د جنورۍ ۲۶) د يوې ليدني کتني په ترڅ کي په ستاکهولم کي خبري اتري وکړي.

GP/NZ/DW.Online