1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي ولي د پناه غوښتنه لږ سوې؟

۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعه

د هغو کسانو تعداد چي په اروپايي ټولنه کي یې د پناه غوښتنه کړې، له ۲۰۱۳م کال راهیسي تر ټولو لږ دی. په ۲۰۲۰م کال کي ددغي اتحادیې په ۲۷ غړو هیوادو کي يوازي ۴۱۶۰۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3rEO3
Bruch des Flüchtlingsdeals 2020 | Eskalation an der türkisch-griechischen Grenze
انځور: Ozan Kose/AFP/Getty Images

د اروپايي ټولني د احصايې ادارې یا «یوروسټات» تیره چهارشنبه په لوکزامبورګ کي اعلان وکړ، چي په دغو ارقامو کي هغه لومړني غوښتنلیکونه شاملیږي چي د نړيوال حفاظت د پلاس راوړلو له پاره ورکول سوي دي.

دغه ارقام په اروپايي اتحادیه کي له ۲۰۱۳م کال راهیسي تر ټولو کښته حالت ښيي. ددغو غوښتنلیکونو یو پرڅلرمه برخه، چي ۱۰۲۵۰۰ عریضې کیږي، په جرمني کي وړاندي سوي دي. د نورو پنځو کلونو په ډول بیا هم افغانان په دوهم قطار کي راځي.

اصلي دلیل د کرونا بحران

د اروپا د احصايې ادارې ویلي چي د مهاجرو د پناه غوښتني د کمیدو اصلي دلیل د کرونا ویروس دی. مثلاً د سفر محدودیتونه، په مجموع کي د سرحدونو تړل کیدل او د اروپا د اتحادیې په دننه کي سرحدي کنټرول ددې باعث سوی دی، چي د پناه غوښتونکو تعداد هم راکم سي.

Frankreich Belgien Grenze l strengere Polizeikontrollen
انځور: Pascal Rossignol/REUTERS

د مهاجرت د بحران په اوج، یعني ۲۰۱۵م کال کي د اروپا په اتحادیه کي تر یو ميلیون او ۲۰۰ زرو ډیرو کسانو د پناه غوښتنه کړې وه او په ۲۰۱۹م کال کي د هغو تعداد ۶۳۱۰۰۰ ته راورسیدی، چي په ۲۰۲۰م کال کي نور هم را کم سو.

پروسږکال د جرمني تر څنګ په هسپانيا کي ۸۶۴۰۰، فرانسه کي ۸۱۸۰۰ او یونان کي ۳۷۹۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده. د نفوسو د تناسب په لحاظ په قبرس، مالتا او یونان کي ډیرو کسانو او تر ټولو لږو کسانو بیا په هنګري کي د پناه غوښتنه کړې ده.

تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي، یعني ۱۵ سلنه سوریایان په لمړي او ۱۱ سلني سره افغانان په دوهم قطار کي راځي.